سرور دانش: د اساسی قانون ډېری موردونه نقض شوی دی

  • خپرول: ۱۹ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40970

د افغانستان د جمهوری ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش په تیرو څلوارلس کلونو کې په ډیرو برخو کې د اساسی قانون قانون د احکامو نه پلی کیدل د افغان حکومت بې وسی، د بدیل نشتون، محدودیتونه او د حکومت پر وړاندې د پرتو خنډونو له امله ګڼی.
محمد سرور دانش، چې نن د سه شنبې په ورځ یې د افغانستان د اساسی قانون د تصویب د څوارلسم تلین د لمانځلو یوې غونډې ته په کابل کې وینا کوله، دا یې ومنله چې په ډیرو برخو کې د اساسی قانون څخه سرغړونې شوی، خو هغه وویل، چې دا سرغړونې دومره هم نه دی، لکه چې کله په څیړنیزو رپوټونو کې یې یادونه کیږی.
ښاغلی دانش وویل ” د اساسی قانون څخه د سرغړونې، د اساسی قانون د احکامو نه پلی کیدل او د اساسی قانون پرتله د سیاسی موافقې حقوقیبڼې ته اهمیت ورکولو په اړه هیڅ یوه ادعا اساسی قانون ته د لږ اعتبار ورکولو په معنی نه ده “.
ښاغلی دانش د اساسی قانون په متن کې لاسوهنه رد کړه او ویې ویل چې د اساسی قانون د توشیح وروسته دا ډول ادعا حقیقت نه لری.
دغه راز د افغانستان د جمهوری ریاست دوهم مرستیال، په اساسی قانون کې تعدیل راوستل یو پیچلی بهیر ګڼه او ویې ویل، چې که هرچا او کومې ډلې په خپله خوښه په اساسی قانون کې تعدیل راوستلی شو، نواوسنی ثبات به په افغانستان کې نه وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40970

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *