سرحدی ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پرمهال یو شمیر وسلې نیولی

  • خپرول: ۱۷ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 92378

۳ تیر دقیقه

په ختیځ کې د سرحدی ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خېل  د لیندۍ په  ۱۷  نیټه وویل، د دې لوا اړوند د شپږم کنډک سرتېرو دوربابا ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ننګرهار ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.

دی وایی، دغو ځواکونو د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو کمین پرمهال په یو عراده کرولا موټر کې ځای پرځای شوې ۲۶ میله درنې او سپکې وسلې نیولی او په تړاو یې قاچاق کوونکی هم نیولی دی.

د جنرال حسین خېل د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکی په موټر کې دوه میله پیکا، اته میله کلاشینکوفونه او ۱۶ میله تومانچې په ډېر مهارت سره ځای پرځای کړې وې او غوښتل یې له پاکستان څخه یې ننګرهار ته انتقال کړی.

د سرحدی ځواکونو قوماندان وایی، تر اوسه معلومه نه ده چې قاچاق کوونکی یادې وسلې د کومې موخې لپاره ننګرهار ته راوړې وې؛ خو وایی په دې تړاو ترې پوښتنې روانې دی.

په ورته وخت کې برید جنرال محمد ایوب حسین خېل یادونه وکړه چې سرحدی ځواکونو د ختیځ زون اړوند ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د وسله والو د ځپلو او هېواد ته د هغوى  د راتګ د مخنیوی لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ډېرى وخت د ننګرهار خلک شکایت کوی، چې د سرحدونو له لارې راوړونکې وسلې او مهمات ددغه ولایت په ترهګریزو بریدونو کې کارول کېږی  او سرحدی ځواکونه یې په مهار کې پاتې راغلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=92378

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *