سترې محکمې د اشرف غنی کاری دوره وغځوله

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 113971

د افغانستان سترې محکمې د یو فرمان په صادرولو سره د ولسمشر غنی کاری دوره د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو تر وخته غځولې ده.
د اساسی قانون له مخې، د ملی یووالی حکومت قانونی موده د روان کال د غبرګولې میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږی.
د محمد اشرف غنی کاری موده په داسې حال کې غځول کېږی چې تېره ورځ د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو یولسو نوماندانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې ولسمشرۍ ماڼۍ هڅه کوی ترڅو د سترې محکمې تر فشار لاندې راوستلو سره د ټاکنو د ترسره کېدو تر وخته د ولسمشر کاری دوام حکم ترلاسه کړی.
دغو نوماندانو ټینګار کړی چې دا کار روښانه سرغړونه او د هېواد قضایی بنسټونو خپلواکی ته بې احترامی ګڼل کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113971

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *