ستاسو پوزه د شخصیت ښکارندویی کوی

  • خپرول: ۱۷ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 62826


Fb-Button

ژباړن: اسدالله نورزی 

ډیری ماهران په دې باور دی چې د یو کس د پوزې شکل او جوړښت د هغه له شخصیت او کرکتر سره مستقیمه اړیکه لری. موږ دلته د پوزو په ځینو ډولونو خبرې کړی دی چې تاسې کولائ شئ د دې معلوماتو څخه په استفادې یې د خپلو ملګرو یا کورنۍ په غړو کې وازمایئ.

۱– د غونډې پوزې لرونکی:

داسې باور کیږی چې د غونډې پوزې واله ډېر چالاک او ځیرک وی. د دې پوزو واله ډیری وختونه نوښتګر، تخیلی خواص لری. ډیری له دوی څخه مینه ناک، مهربانه او خوشبینه وی.

همدارنګه کله چې دوی د مهمو اشخاصو سره مخامخ شی، نو احساساتی کیږی او د ویرې احساس کوی.

۲– یونانۍ پوزې واله:

هغه پوزې چې نرۍ او تنګ سوری ولری د یونانۍ پوزو په نوم شهرت لری، چې شاید په پخوانیو یونانی مجسمو کې مو لیدلی هم وی.

متخصصین وایی هغه کسان کوم چې د یونانی موډل په څېر پوزې لری ډېر ذکی، منطقی او په ځان متکی وی، د دوی په خبره چې تاسې هر وخت کولای شئ، د دوی په وړتیاوو باور وکړئ.

۳– د لندۍ پوزې واله:

داسې باور کیږی چې د دې پوزې خاوندان ډېر خوشبینه، ویال او خطرناک وی. دوی ژوند په ډېره اغېزمنه توګه تېروی، دوی خپلې کورنۍ او ملګرو ته ډېر وفاداره وی او تل په دې هڅه کې وی چې خپله کورنۍ او ملګری د ستونزو او مشکلاتو څخه خوندی وساتی.

۴– پلنې پوزې واله:

د پلنې پوزواله چې ښه بېلګه یې باراک اوباما ده، دوی په رهبرۍ او سیاست کې ډېر فعال او کامیاب وی او ښه شخصیت لری. دوی په سوداګرۍ کې هم ډېر کامیاب پیژندل شوی دی. دوی په نادره توګه ډېر ارامه خوی لری او علاقه لری چې هر وخت په موضوعاتو کې د ګرم سرټکی په څیر راڅرګند شی، همدرانګه دوی ډېر ژر غوسه کیږی.

۵– غوښنې پوزې واله:

دا هغه پوزې دی چې په پیل کې نرۍ خو په وروستۍ برخه کې پلنې او غوښینې شوی وی. د دې پوزو واله تېز فکر کوونکی او ژر تصمیم نیونکی دی. دوی هېڅکله دا نه خوښوی چې وخت ضایع کړی، دوی ځکه هر څه په سمدستی توګه ترسره کوی، چې ښه بېلګه یې د امریکا د پخوانی ولسمشر بین کلینټن د پوزې جوړښت دی.

۶– غټې پوزې واله:

هغه پوزې چې په پیل کې نسبتاً نرۍ، خو غوښینې او په وروستۍ برخه کې ګرد او غټ سوری ولری.

د دې پوزو واله په خپلو وړتیاو باندې باوری وی، په ټوکو باندې پوهیدونکی خوی لری او هر وخت دا فکر لری چې ملګری خوشاله وساتی.

۷–  جرۍ داره پوزې واله:

هغه پوزې چې په نسبی توګه اوږدې او د جرۍ په څېر شکل لری دی. د دې پوزې واله خلک په دې هڅه کې دی چې د خپل ژوند لاره په خپله وټاکی، دوی هیڅکله نه خوښوی چې د بل کوم رهبر تصمیمونه او چارې تعقیب کړی او ډیری وختونه دوی هغه نقدوی هم. دوی سرتمبه عدتونه لری او یوازې خپلې خبرې ته ارزښت ورکوی او په دې فکر کې نه دی چې نور څه وایی.

۸– مښوکې ته ورته پوزې واله:

هغه پوزې چې د مرغه مښوکې ته ورته پوزه لری دوی په هنری توګه زیرک او نوښتګر وی.

کله چې دوی وغواړی یو کار ترسره کړی نو بیا هېڅ په دې لاره کې ودریدل نه منی.

۹– قوسی پوزې واله:

قوسی پوزه د مښوکې پوزې په څېر هډوکی یې کوږوالی لری خو په دومره توپیر چې په څوکه یې نرۍ وی.

د دې پوزې واله هڅه کوی چې  د ماهرو مدیرانو په ډله کې حساب شی، ځکه دوی ښه رهبری کوی.

دوی ډېر کارترسره کوونکی او باتنظیمه خلک وی، ملګری یې باید ډېر احتیاط وکړی چې له دوی سره غداری ونه کړی، ځکه دوی هېڅکله هغه څوک نه بخښی چې له دوی سره یې غداری کړی وی.

۱۰– لکې پوزې واله:

دا هغه پوزې دی چې نرۍ او لکه څوکه ولری، د پوزې هډوکی یې قوسی شکل او تر څوکې پورې انحنا ولری.

د دې پوزې واله یې ډیری حساس او ژر خفه کیږی، که څه هم دوی دا نه منی.

په دې خلکو کې د خدمت کولو انګیزه بیا یوه بېله او تر نورو جلا ځانګیړنه ده. دوی د خلکو سره ډېر په ویاله او موسکا لرونکو شونډو مرسته کوی.

اړوند مطالب


د سوداګرو پوزه مې نده ماته کړې


د پکتیکا والی: ستاسو غږ مې ارګ ته رسولی، د ارګ خبرې می ستاسو سره په ممبر کې کړې دی


پوزې ته پوزه وایی کنه !!! / لیک: ضیاوالدین یوسفزی


ټاکنو کې ګډون مو د ملی روحیې او هېوادنی احساس ښکارندویی کوی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=62826

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *