سبا ډېر ښکلی دی! د حامد طوطاخېل د بریا کیسه

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104584


Fb-Button

لیکنه: شمس الحق حیران  

دا د هغه خواریکښ افغان ځوان (حامد طوطاخېل) د شهامت او بریاوو ویاړلې کیسه ده چې د پېښور له ځوروونکو شپو، بې وزلۍ، یتیم والی، کړاوونو او خواریو پیل او د ابوظبۍ ښار پر مرمرینو قصرونو ختمېږی. حامد لا دوه کلن وو چې پلارجان یې وفات شو، مشر ورور یې خالد تر ده شپږ کاله مشر او کشر ورور یې محمود دا مهال لا نړۍ ته راغلی هم نه وو. حامد او ورور ته یې د کډوالۍ پر مهال د کور او ډوډۍ پېټی په داسې حال کې په اوږو ور واچول شو چې پلار او ترونو یې د مور وطن افغانستان په پکتیا ولایت کې بدی درلوده، د دوی پلار او ګڼ ترونه د همدې کور ګډې بدۍ له تاوه په بېلابېلو وطنونو او سیمو د زاڼو د شلېدلی قطار غوندې خپاره شول. د حامد کورنۍ د پاکستان خیبر پښتونخوا د کډوالو کمپونو ته کډه شوه او د بې کسۍ او کډوالۍ له مخې یې په تنکی عمر کې د مزدورۍ او کاروبار درانه پېټی ته اوږه ورکړه. حامد او ورور یې څه موده لاسی پلورونکی او وروسته په یو هوټل کې شاګردان وو. دا چې خالد له نوموړی د عمر او بدنی ځواک له مخې یو څه غښتلی وو نو له یو بډای کس سره د څو روپیو په بدل کې مزدور شو.

د غربت او کډوالۍ دردوونکې شپې تېرېدې، د پېښور مکتبونه او مدرسې عصری کېدې خو یوازې هغو ماشومانو پکې زده کړې کولای شوای چې پلرونه او  مشران وروڼه یې درلودل او اقتصادی بوج یې ملا نه وه ماته کړې. حامد او وروڼو یې د پېښور په ګڼ مېشتی ښار او شاوخوا سیمو کې د ډېرو ښوونځیو په لیدو سترګې خوږې کړې خو په ښکلو درسی ټولګیو کې د استاد مخ ته په پاک مکتبی یونیفورم کې د کېناستو خوب یې کله هم ریښتیا نه شو. د سهار ملا آ‌ذان څخه نیولې په ګرمو غرمو تر شپې ناوخته درانه کارونه نور د دوی معمول ګرځېدلی وو. د کونډې مور دعاګانو او د ماشومو بچیانو خواریو د یوې کډوالې افغانې کورنۍ ورځنی روزګار چلاوه. یوه ورځ د حامد کورنۍ مور وطن افغانستان ته راوکوچېده، له یوې نړۍ اقتصادی، امنیتی او ټولنیزو ناخوالو سره یو ځای کال په کال او میاشت په میاشت په ډېرو سیمو او ولایتونو راوګرځېده. پکتیا، لغمان او ننګرهار کې له څه مودې مېشتېدو وروسته یې په کابل کې واړول. خالد او حامد د (شاه شهید) په سیمه کې له یو مستری سره په ورکشاپ کې شاګردان او یو ځل بیا یې ستومانوونکو کارونو ته تګ را تګ پیل کړ. خــــــــو کشر ورور محمـــــــــــود یې د ښوونځۍ زده کوونکی شو. د کابل ستړې شپې هم تېرېدې خالد د ماین پاکونې یوه مؤسسه کې دنده ترلاسه کړه او حامد تر درې کاله شاګردۍ وروسته په تنکی عمر کې د (پُل محمود خان) په له بیروبار او کاره ډکه سیمه کې خپل شخصی ورکشاپ پرانیست.

نوموړی کیسه کوی: کله چې په لومړۍ ورځ سرای ته را ننوتم، د سرای د ورکشاپونو خاوندانو به یو بل ته په پسخند ویل، له خدایه مې جار کړې اوس ماشومان هم را پاڅی او ورکشاپونه پرانیزی؛ دا او دې ته ورته تانې او پسخندونه مې ډېر واورېدل، ځان مې پرې کوڼ واچاوه او له ګاونډیو مستریانو سره مې خپل نېک چلند ته دوام ورکړ، هېڅکله مې بې صبری ونه کړه پوهېدم چې د صبر مېوه خوږه او الله د صابرانو مل دی. په نوی ورکشاپ کې د کار پیل په لومړۍ ورځ مې د حج او اوقافو وزارت درې موټرونه ترمیم کړل.

د څو اونیو په تېرېدو د سرای نور مستریان د وړوکی مستری حامد د کار بازار ته ګوته په غاښ وو. ډېر کله به حامد د کار د زیاتوالی له کبله خپل ځینې مراجعین ګاونډیو مستریانو ته ورلېږل. حامد به هر سهار کارځای ته د تلو پر مهال د یو ښوونځی له څنګه تېرېدو ، هغه به د خپلو همزولو تنکیو ځوانو زده کوونکو په لیدو د زړه وینې خوړې او له ښوونځی د محرومیت پټې اوښکې به یې تویولې. د حامد او خالد نه ستړی کېدونکو هڅو رنګ راووړ او د کورنۍ اقتصادی وضعیت یې ورځ تر بلې ښه کېدو. حامد بې تمې ملګرتوب کاوه، د ښوونځۍ څو تنکی زده کوونکی د نوموړی ملګری او د نورو ډېرو افغان ماشومانو غوندې په اقتصادی ستونزو کې راښکېل وو خو دا چې حامد جان په کوچنی عمر کې له غرونه، غرونه ستونزو سره ډغرې وهلې وې نو نه یې غوښتل چې ملګری یې هم د ده په څېر د سواد زده کړې له نعمت محروم شی. ځکه خو یې مټې رابډ وهلې او د خپل کشر ورور محمود تر څنګ یې له کومې تمې پرته له هغوی خپل اقتصادی ملاتړ ته دوام ورکړ.

د حامد د بریالیتوب ستوری هغه مهال لا وځلېد چې د عربی متحده اماراتو  ابوظبۍ ښار د موټرو د ماشین ډیزاین یو نامتو ورکشاپ ته د خپل استعداد پر مټ ور وپېژندل شو. باحوصله او نرم خویه حامد په لږه موده کې د یاد ورکشاپ د ریس پاملرنه ځان ته ورواړوله او له دوه کاله په کمه موده کې یې د دې ورکشاپ ریاست وروسپارلو. نور نو د مادی او معنوی دواړو اړخونو له پلوه حامد یو ډېر بریالی انسان وو.

نن ورځ،  دېرش کلن حامد هغه بې کسه یتیم نه دی، دا په ظاهره نالوستی او غلی ځوان د موټرونو د ماشین تخنیکی برخه کې د یوې نړۍ مهارتونو او تجربو درلودونکی بین المللی ډیزاینر او طراح، د یو ستر او نامتو ورکشاپ ریس، په پنځو ژبو حاکم خبرې کوونکی او د کابل ښار په یو غوره موقعیت کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای استوګن دی.

حامد وایی:  د کاروبار په لړ کې له بېلابېلو حالاتو سره مخ شوی یم. ټپی شوم، و ځورول شوم،  یو ځل مې دروند تاوان وکړ، نیږدې وو چې خپل کاروبار له لاسه ورکړم خو دا چې په یوه هوډمنه کورنۍ کې ستر شوی وم نو نو خپلې هیلې مې له لاسه ورنه کړې او بیا مې د مبارزې ډګر ته ودانګل او تر پخوا په پیاوړې ارادې سره مې کار او زیار ته مخه کړه.

هڅاند حامد نالوستی پاتې شو خو د زده کړو آرمان یې لا هم تاند دی، دی زیاتوی:  که د کاروبار تر څنګ د زده کړو وړوکی فرصت هم راته برابر شی نو درېغ به ونه کړم او په پوره مینې به مې زده کړې ترسره کړم. که حامد نالوستی پاتې شو خو د کشر ورور محمود په پوهې، اخلاقو، عالی فکر او ټولنیز احساس یې د سړی تنده ماتېږی. د ژوند په ټولو خوږو او ترخو شېبو کې خالد او حامد مبارزه وکړه او محمود ته یې د زده کړو زمینه برابره کړه، محمود ښوونځی ولوست، د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځۍ ته بریالی شو او تېر کال ځان، کورنۍ او ګران هېواد افغانستان ته له ډېرو هیلو او علمی طرحو سره یو ځای له یادې پوهنځۍ ‎فارغ شو. د ښاغلی محمود طوطاخېل د استعداد او زیار کچه له دې معلومولی شو چې له فراغت سره سم یې یوه علمی څېړنه (کارکوونکو پر انګېزې اغیزمن لاملونه ـ د اتصالات کمپنۍ موردی مطالعه) د کابل پوهنتون د اقتصادی څېړنو په علمی مجله کې خپره شوه.  

له حامد طوطاخېل مې وپوښتل، د بریا راز یې څه دی؟ نوموړی راغبرګه کړه: یتیم وم خو د مشر ورور خالد په شتون کې مې د پلار نشتوالی حس نه کړ، خالد راته د پلار او مشر ورور دواړو مینه راکړه هغه زما لپاره یو اتل دی. هېڅکله مې همت له لاسه ورنه کړ، نېک چلند او اخلاص لرم، له هرې ستونزې سره د ډغرو پر مهال فکر کوم چې الله لوی او سبا ډېر ښکلی دی .