سالنګ لویه لاره یوځل بیا وتړل شوه

  • خپرول: ۱۶ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 103571

د ټولګټو وزارت مسولینو اعلان کړی چې د واورې ورېدنې له امله، دا لاره نن یوځل بیا د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی، نن د سالنګ په لویه لاره درنې واورې وریدنې او سخت طوفانونه دوام لری او د وړاندوینو له مخې دا حالت د ورځې په اوږدو کې دوام مومی.

دې وزارت ویلی، په سالنګ کې د واورو کچه څه باندې ۱۵۰ سانتی مترو ته رسېدلې او لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103571

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *