زه نر او که ښځه یمه!؟ (طنز) لیکوال: عبدالنافع همت

  • خپرول: ۳ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 27776

نن په کابل ښار کی یو شمېر مدنی فعالانو او سیاسی څېرو د تابعیت تذکرو په اړه احتجاجی مظاهره وکړه. دوی له ځانو سره په لیکلې بڼه د (زه نر او که ښځه یمه؟) شعارونه په لاسونو کی نیولې ول. د مظاهرې یوې ګډونوالی بوډۍ ښځی چی خلکو د ډېر توروالی له امله (لونګینه) بلله، په زوره چیغه کړه چی زه لکه شیدې تکه سپینه یمه، خو دوی په تذکره کی غنم رنګه لیکلې یمه.

یوه شین سترګی هلک چی خلکو د شنو سترګو له امله (شینکوړی) باله وویل: زما سترګی شنې دی، خو دوی زما په تذکره کی د سترګو رنګ ( میشی) لیکلې دی. میش یانی مېږه، ایا زه د انسان او که د مېږی زوی یم؟

یو بل دنګ ځوان چی خلکو د جګوالی له امله (جګلاښو) باله نارې وهلې چی زه د افغانستان تر ټولو جګ سړی یم، خو د احصائیې میرزایانو په تذکره کی زما ونه میانه لیکلې ده. یوه ښځه چی خلکو د پنډوالی له امله (شلنډه) بلله او تازه یې په سینګارتون کی خپلی وروځی تارغوندی نرۍ کړی وې، په ژیړه غونی اواز وویل: زما وروځی یې پلنی لیکلی دی.

د مظاهره چیانو په ډله کی څو تنو ګلابی رنګ کالی اغوستی او نارې یې وهلې چی موږ همجنس بازان یو، باید په تذکره کی زموږ هویت هم ولیکل سی. د ګلابی رنګه ځوانانو په ډله کی د (استاد تور خان) په نوم یوه ناځوانه سړی خپله تذکره په لاس کی کرځوله او نارې یې وهلې چی زه افغان نه یم، خو دوی زما په تذکره کی

(افغان) لیکلی دی.

یو بل ځوان چی څیری څیری کاوبای پتلون یې اغوستی او داسی ښکارېده لکه سپیانو چی داړلی وی، په انګلسی ژبه وویل: زما مور انګرېزه او مورنۍ ژبه می انګلیسی ده، خو میرزایانو زما په تذکره کی زما مورنۍ ژبه پښتو لیکلې ده.

د (پنډ سردار) په نوم یوه چاغ سړی لکه مست اوښ تر خوله ځګونه بادول خپل ټټر ته اشاره وکړه او په قهر یې وویل: زه په قبیله (خړزی یم)، خو بې سواده میرزایانو زما په تذکره کی (خرزی) لیکلی دی. ده پر حکومت تور ولګاوه چی د احصائیې مامورین بې سواده او یوازی په یوه ژبه خبری کولای سی، ده وړاندیز وکړ چی باید د دې ریاست مامورین په پښتو او دری ژبو هم خبری او هم لیکل وکولای سی، که دې ټکی ته پام و نه سی،نو زما په شان ډېر د سړی زامن به د خره زامن یانی د

(خرزی) په نوم ثبت کړل سی.

له بلی خوا د نرښځیانو د اتحادیې مشر (سپینی پانتا) په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلی چی د تابعیت په تذکره کی د دریم جنس یانی نرښځی لپاره ځای نسته او دا کار ښکاره جنسی تبعیض دی، په داسی حال کی چی په افغانستان کی زرګونه داسی افغانان ژوند کوی چی نه نر او نه ښځی دی. سپینی پانتا د نرښځیانو یوه عمده نښه هم یاده کړې او لیکلی یې دی (( هغه څوک چی هم یې د حکومت مهم پوسټونه اشغال کړی او هم په ورته وخت کی د اپوزیشن نارې وهی نرښځیان دی)).

د (ایکس) په نوم یوې تحقیقاتی ادارې په خپل ویب سایټ کی په دې اړه راپور خپور کړی او لیکلی یې دی چی دوی د پنځه لکه تذکرو معلومات څېړلی او ورته ثابته سوې چی په دې تذکرو کی د ټولو افغانی اتباعو مشخصات یو ډول لیکل سوی دی.

د مدنی فعالانو د اعتراض په ځواب کی د مرکزی احصائیې ویاند (کُهنه پیخ خان) ډنډوره راډیو ته وویل: څرنګه چی د افغانستان د اساسی قانون له مخی ټول اتباع برابر حقوق لری، نو په دې اساس مو د ټولو افغانانو په تذکرو کی سترګی میشی، ونه میانه، پوستکی غنم رنګه، وروځی پلنی او جنس نارینه او یا ښځینه لیکلی دی.

کهنه پیخ خان په دې اړه خلک هم په ټمبلۍ ګرم وبلل او زیاته یې کړه چې خلک خپلو اولادونو ته په ماشومتوب کی تذکرې نه ورجوړوی. کله چی د نارینه عمر تر شپېتو کالو واوړی، نو لمسی را په شا کړی او زموږ دفتر ته یې راولی، وایی د حج لپاره تذکرې ته اړتیا لرو. د داسی بوډاګانو سرونه تر څټه پوری رژېدلی، پر ملاکړوپ سوی، د پوستکی رنګونه یی بدل سوی، وروځی یې ببری سوی او سترګی خو یې بیخی کار نه کوی، سړی نه پوهېږی چی کوم رنګ ورته ولیکی.

بل ځوان بیا خپله اویا کلنه بوډۍ انا را په شا کړې او وایی چی له دې امله تذکره ورته جوړوو چی د علاج لپاره یې هندوستان ته بیایو. دې ډول ښځو خپل د وړیو غوندی سپین وېښتان طلایی رنګ کړی او وروځی یې د ناوی په شان نرۍ جوړی کړی وی، که څه هم په اصل کی به توره توتکۍ غوندی وی، خو دې به په مخ پوری دومره پوډر وهلی وی چی سپینه کوتره به ښکارېږی. همدا دلیل دی چی د دوی د عمر تشخیص هم ګران کار دی، په دې صورت کی موږ مجبور یو چی د دوی عمر ته ولیکو (( به رویت چهره ظاهری سن مذکور بیست ساله تعین گردید)).

د نرښځی په اړه کهنه پیخ خان وویل چی په نویو تذکرو کی به هغو خلکو ته

(خنثی مشکل) ولیکی چی له یوې خوا د حکومت لوړپوړی چارواکی وی او په ورته وخت کی یې د اپوزیشن په نوم ډلی ټپلی هم جوړی کړی وی. کهنه پیخ خان د افغان کلمې په اړه وویل: هغه څوک چی په افغانستان کی اوسېږی، خو ځان افغان نه بولی په تذکره کی به یې د ملیت پر ځای (شترمرغ) لیکل کېږی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکی د نوم نه ښوولو په شرط (ډنډوره) راډیو ته وویل چی حکومت له غلو، تراهګرو او قاچاق چیانو سره لاس پټ کړی او له هغوی څخه یې د الیکټرونیکی تذکرو د نه وېشلو په بدل کی ملیارډونه ډالر رشوت اخیستی دی، دی وایی که چېری په تذکرو کی د خلکو پېژندګلوی په دقیق او واقعی ډول ولیکل سی بیا هیڅ یو مجرم له عدلی او قضایی ادارو څخه نه سی پټېدای.

بلی خوا ته د کورنیو چارو وزیر (سرپرې کړی مجاهد) دا خبره ردوی او زیاتوی چې دوی پلان لری د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خوبونو د تعبیر ستر علما راټول کړی چی په افغانستان کی د الیکټرونیکی تذکرو خوب تعبیر کړی.

اړوند مطالب


زه نر او که ښځه یمه!؟ عبدالنافع همت


ناوې څنګه لېونۍ سوه؟(طنزی لنډه کیسه) لیکوال: عبدالنافع همت


د طنز قالبونه/ لیکوال: عبدالنافع همت


انسانان څنګه په موږکانو واوښتل؟ (طنز) لیکوال: عبدالنافع همت

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=27776

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *