زموږ په ټولنه کې د خشونت برسیرن لاملونه | زبیر افغان

  • خپرول: ۲۳ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 116262


Fb-Button

زموږ په ټولنه کې خشونت ځوان نه دی، په دې مانا چې اوس لنډ وخت کې خشونت نه دی را پیدا شوی، بلکی عمر یې خورا اوږد دی. په دې اړه یوه ښه خوندور تحقیق ته اړتیا ده چې علتونه، ډولونه او حللارې یې پیدا کړی؛ مګر زما په اند دا ځینی لاملونه یې عمده هم دی او واضح هم.

د مذهب ناسم تعبیر:

هیواد ته مو اسلام د جنګیالیو له لوری راوړل شوی دی، د افغانستان اوسنیو پولو ته جنګ د عمر فاروق په زمانه کې راغلی دی او ان د امیر معاویه تر زمانې یې دوام وکړ. په دې وخت کې له عربو څخه پرلپسې لښکرې راتلې او دلته یې جنګونه کول چې تر زیاتو جنګونو وروسته افغانان ستړی شول او د مسلمانانو د دریو اپشنونو(اسلام، جزیه او جنګ) کې یې لومړی غوره کړ. افغانان له وخته د غیرت لپاره بیل تعریف لری، دوی هیچا ته کمه نه وایی او هر سرزوری چې وینی دوی تر هغه څو چنده سرزوری کوی. کله چې له قوته ولوېدل نو جزیه یې ځان ته اهانت باله له دې امله یې اسلام په نوم ومانه او نور یې خپل ټول پخوانی عادات، رسوم، باورونه او کلتور ورسره وساتل. موږ ته اسلام د تورې په زور راوښودل شو له دې امله دلته هغه تعبیر وده وکړه او خلګو ته اصلی تعبیر هم مالوم شو ځکه لومړیو راوړونکو عملا همداسی کړه وړه کړی وو همدا وجه وه چې د خشونت، جنګ او شخړو تعبیر زموږ خلګو ته تر اوسه هم خوند ور کوی او د اسلام اصلی بڼه همدا ورته ښکاری.

زموږ تېر تاریخ:

افغانان تر اسلام مخکې هم جګړه پاله وو؛ له مقدونی سکندر سره هم مښتی وو او د اسلام د راتلو مهال له عربی لښکرو سره هم ښه ډېر وخت وجنګېدل. له دې وراهاخوا قبییلوی ژوند هغوی ته په خپل منځ کې د جنګونو چانس هم ورکاوه او دا دود تر اوسه هم په پښتنو کې پاته دی، د اطرافو ځینی قبایل اوس هم د یوه منظم دولت تر کنټرول دا ښه بولی چې قبیلوی ژوند ولری، قبیلوی اصول وپالی او له شاوخوا قبییلو سره شخړې وکړی. دا اوس هم د ځمکې پر سر، د ځنګلونو پر سر، د څړځایونو پر سر او… قبیلې او قومونه سره په جنګ وی او ترمنځ یې لسګونه کلونه دا بدۍ پاتېږی.

تر اسلام را وروسته هم موږ د جنګ په میدان کې وړې وه، موږ علم ته دومره کار نه دی کړی لکه جنګ ته چې مو کاوه. د امویانو خلاف لښکر له همدې ځایه روان شو، له دې امله د مهدی اخیر زمان په اړه روایاتو کې هم ددې سیمې یادونه شوې ده ځکه له دې روایاتو د عباسیانو داعیانو ډېر کار اخیسته. پر هند له دې سیمې بریدونه شوی دی او منځنۍ اسیا هم د تورې په زور د دې سیمې واکمنو تابع کړې وه؛ د هند مسلمانانو هم د دې سیمې له واکمنه د مرستې تمه وکړه او تر هغه وورسته له انګریزانو سره درې جنګونه، بیا خپل منځی شخړې، له شوری اتحاد سره خونړی جنګ تر هغه را وروسته بیا تر خپل منځ وژنې او بیا اتلس کاله له نړۍ والې ټولنې سره جنګ چې په سر کې یې امریکا ده. زموږ د تاریخ لویه برخه پر جنګونو او وژنو ولاړه، له دې امله زموږ کوڅې، واټونه، سړکونه، چوکونه، مکتبونه او پوهنتونونه تر اوسه هم د جنګی کسانو په نوم دی چې له تیر تاریخ سره زموږ ژورې اړیکې راته ښیی او دا هم په ګوته کېږی چې موږ د خپل تېر تاریخ تر څومره اثر لاندی یو؟

کورنی تاوتریخوالی:

د انسان پر ذهن د هغه چاپیریال ښه پوره اثر کوی، که په ارام ماحول کې لوی شی ارام مزاجه انسان به وی او که شخړو، جنجالونو و د جنګ په ناارامه چاپیریال کې ستر شی، بیا به عصبانی، غوسه ناک، په تعامل کې کمزوری او غیر نارمل وی. یو ماشوم که په دې ډول خشن چاپیریال کې لوی شی نه یوازی هغه ماشوم ته ایینده زیان لری، بلکې کورنۍ او ټولنه هم ځنی زیانمنه کېږی. حتا ما لېدلی دی چې داسی کسان که غوسه شی د مور او پلار خیال هم بیا نه ساتی. زموږ د ټولنې ډېره برخه کسانو کورنی تاوتریخوالی لیدلی دی له دې امله نو هغه په لویوالی کې کور او ټولنه دواړه کې خشونت کوی او کله فردی خشونت په ډله ییز بدلېږی لکه زموږ ټولنه چې یې همدا اوس شاهده ده.

د مکتب، مدرسې او پوهنتون نمیګړی نصاب:

د یوه ماشومه ورځنی څو ساعتونه حتما په مدرسه او مکتب کې تېږی، دا وخت د هغه د ایینده ژوند لوری ور ټاکی. که نصاب سم وی، استاد یې ښه وی، چاپیریال یې ارام وی، ماشوم به هم سالم ترې راوزی او که حالت برعکس وی، د ماشوم ایینده به هم پر سختو کړلیچو او پیچومو بر سمه کړی.

ما د مدرسې، مکتب او پوهنتون نصابونه لیدلی دی، د وطنی مینې، انسان دوستۍ او سوله ییزتوب له مخې نیمګړی دی. د مدرسې او مکتب تر منځ حتا واټن ایجادوی، د سیرت په برخه کې یې تر دعوت زیات تمرکز پر غزاوو کړی دی په داسی حال کې چې غزاوې یوازی دفاعی وې او صرف لس کاله وې، مګر دعوت ۲۳ کاله وو او تر اخره وخته یې دوام درلود، غزاوې یوه استثنا وه او دعوت د نبوت عمومی تګلاره ده. د مسلمانانو په تاریخ کې هم د هرې دورې په تاریخ کې تر نورو بحثونو زیات تمرکز پر جنګونو شوی دی، د افغانستان عمومی تاریخ یا که معاصر تاریخ را واخلو نو هم د جنګ برخه زیاته ده، جنګیالی ستیال شوی دی او د مورخینو له لوری یا د وخت د حاکمانو نمیګړتیاوې نه دی را اخیستل شوې یا هم بیخی پر نشت حساب دی، ځکه نو موږ یوازی نن ستاینې کوو او جنګ و جنګیالی راته ښه ښکاری. د نصاب په برخه کې دا خلا باید ډکه شی او د وخت له غوښتنو سره سم مواد ورته تهیه شی چې ایینده زموږ، وطن او ماشوم ژوند تضمین کړی نه دا چې له خشونته یې ور ډک کړی.

زوړ او خشین کلتور:

انسانان چې هر وخت یوځای اوسی نو د اجتماعی ژوند لپاره یې حتما ځینی اصول، رسوم او دودونه ایجاد کړی وی چې د هغو په رڼا کې د ټولنې هر وګړی ژوند مخته وړی. دا یاد رسوم او دودونه کلتور بلل کېږی که څه هم له عاداتو، تر افکارو ا اعمالو پوری غزېدلی وی. ټولنه د اړتیا مهال اصول جوړوی او هوښیارې ټولنې که یې زیان درک کړی، پر بدیل یې فکر کوی او سوکه سوکه یې ځای بل ته ایله کوی، مګر داسی جامدې ټولنې هم شته چې پر خپلو کلتورونو ټینګې ولاړې وی او په هیڅ صورت کې یې ایله کولو ته نه چمتو کېږی. هغوی فکر کوی چې مخکی خلګ تر موږ په هر شی کې هوښیار دی، له دې امله نو د هغوی متلونه او ور پاته کلتوری ارزښتونه ورته سم بریښی او په نورو بدلولو ته یې زړه نه ښه کوی. زموږ د ټولنې کلتور هم زوړ دی او هم خشین دی. له بده مرغه چې زموږ ټولنه هم له جامدو ټولنو څخه شمارل کېږی او خپل پخوانی افکار، رواجونه او باورونه نه ایله کوی حتا که هغه یې په عینی ژوند کې ستونزې ورته پیښوی او له تجربې سره یې په ټکر کې هم وی، خو دوی ته مشاهده دومره د باور وړ نه وی لکه هغه څه چې له ماشومتوبه ورته مسلم او ثابت ور پېژندل شوی وی او اخیر هغه ځای ته ورسېږی چې تر واقعی شیانو دا خیالی شیونه ډېر باوری ورته ښکاری.

خلګ باید په دې پوه کړل شی چې کلتورنه نوی کېږی، له وخت محیط او انسانی غوښتنو سره سم رامنځته کېږی، کلتور که انسان ته په ګټه وی پاته دې وی او که یې د ژوند ساحه پر تنګوله د ختمولو وړ دی، تر هغو چې د کلتوری ارزښتونو په اړه خلګو ته سم پوهاوی نه وی ور کول شوی زموږ پر ټولنه به دا تر وخت تېر ارزښتونه حکومت کوی او پر خلګو به د ژوند چارې سختوی.

ناپوهی:

بې علمی د ډېری ستونزو ریښه ده، زما د مشاهدې له مخې د خشونت پاله ډلو ترمنځ له اتیا (۸۰) تر نوی(۹۰) سله کسان یا بیخی علم نه لری یا ابتدایی علم لری، له دې امله نو د کارونو پر پایلو هم فکر نه کوی او هر ډول تاوتریخوالی په خورا لوی زړه کوی. اودس یې نه وی زده مګر مرګ به کوی، لمونځ به نه کوی خو جهاد ته به راغلی وی، اخلاق به پېژنی هم نه اما د جهاد فضیلت به بیانوی، د اسلامی نظام د دې لفظ په مانا به هم نه پوهېږی البته عملا به یې وسله اخیستې وی او د اسلامی نظام لپاره به انسانان وژنی. دا ټول کارونه له جهالته کېږی؛ چا یو عالم انسان لیدلی دی چې د خپل فکر د منلو لپاره یې مخالف انسان مړ کاوه یا یې مرګ ور روا کاوه؟ یوازی جهال دا کار کوی، ځکه له هغه سره د استدال قووت نه وی، د خپلې ادعا پر بطلان ډارېږی له دې امله یې په هر چا د توپک په شپېلۍ منی.

فقر او غربت:

په هره ټولنه کې فقر د زورزیاتی یو لامل بلل کېږی او طبعا زموږ ټولنه هم ترې مستثنا نه ده. اوږده جنګ زموږ د ولس تر نیمایی زیاته برخه د فقر تر کرښې لاندی ژوند ته ټیل واهه. د غربت له امله زموږ په ټولنه کې خورا زیاتې ستونزې را ایجاد شوې دی. په کاروبار کې دوکې، ناغېړۍ او بې وعدګۍ، له غریبو سره نه مرسته، د ولورونو بې حده زیات جګېدل، فردی غلاوې او وسره تړلی جرمونه، په دولتی ادارو کې رشتونه او نوری ګڼ شمېر غلاوې، په ښارونو کې کرایوی غله چې ان د دوه سوه ډالرو لپاره یې انسانان قتل کړی او تر دې لا خطرناکه حالت بیا هغه دی چې بې روزګاره ځوانان د ترهګرو ډلو ته مخه کوی او هلته بیا په ډله ییزو خرابیو لاس پوری کوی چې غلاوې، لوټنې، رشوتونه او فساد یې په سر کې راځی.

د فقر له امله زه د داسې پیښو شاهد یم چې په فردی او ډله ییزه توګه زموږ د ټولنې کسانو جرمونه کړی دی، د فقر له امله د یوې کورنۍ کسان په جنجال سره اخته شوی دی، د قبیلو ترمنځ شخړې راولاړې شوی دی او قومونه په بدمرغیو سره اخته شوی. زموږ ټولنه کې د زورزیاتی یو لوی عامل غربت دی، که په دې اړه څېړنې وشی نو بیخی جالبې پایلې به را برسیره شی چې تر اوسه به په دې اړه زموږ ټولنې ته داسی مفصل مالومات نه وی وړاندی شوی. د خشونت په اړه بیخی لازمه ده چې دلته یې پر عواملو څېړنه وشی، کله چې علتونه پیدا شی نو حللارې اسانه ورته ټاکل کېږی، تر ټولو سخت کار د یوې ستونزې ریښه او علت مالومول دی چې د ګرانوالی له امله دلته تر اوسه کومه هر اړخیزه څېړنه پر شوې هم نه ده له دې امله یې حللارې هم نه دی په ګوته شوی یوازی ځینی برسیرنې وړاندیز شوې دی چې تر ډېره حده ګټورې نه دی ثابتې شوې.