زما سعود، زما درمل | حنیف حیران

  • خپرول: ۱۸ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 111782


Fb-Button

   په پېښور کې مو ښه وختونه سره تېر کړل، زه یو څه له ښاغلی شاه سعوده کشر وم. محصل وم، کله کله افغان ادبی بهیر ته ورغلم، په کونج کې به  غلی ناست وم، اکثر به مې د شعر ویلو ویاند ته نوم نه ورکاوه. خدازده ولې په شعرونو ډاډمن نه وم. زما غوندې به ډېر نوی شاعرانو د اوس په څېر په بهیر کې شعرونه لوستل. د سعود، کاروان، سالک او…. نو سم کش و. دوی به چې شعرونه ویل، زمکه به لړزېده.

د محصلۍ له ژونده وروسته مې له شاه سعود سره یارانه نوره هم پخه شوه. کله کله به کالج ته ورتلم؛ خو سعود په ژوند هم تر ما او زما تر دېرې نه دی راغلی او نه هم بل چا ته ورځی. نه مشاعرو او غونډو ته ځی او  نه هم  له کوره د باندې شپه کوی. زه یې دې حالت ته ډېر ځورېدم؛ خو زړه  مې نه شو کولای، چې دا راز ترې وپوښتم؛ خو ما به اکثر په ټوکو کې ورته ویل چې ځه بې مینې انسانه، په زړه دې وېښته راشنه دی. ده په کټ کټ راته وخندل. ځورېده به چې ما څنګه قانع کړی. بله ورځ یې راته وویل چې هلکه ته خو په روانشناسۍ کې هم ګوتې وهې؛ مګر بیا هم ما نه درک کوې. بیا یې د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره راته ډېرې کورنۍ او باندنۍ ستونزې کتار کړې. ما به هم امممممممم ورته وکړل.
تېر کال اسد دانش ورته په لغمان کې نمانځغونډه نیولې وه، ما ورته کړل چې دې ته خو ارو مرو راشه، دلته په بره پښتونخوا کې ډېر ګاک لرې. ده راته بیا هم خپل عذرونه وړاندې کړل.

   بیا چې درته خپلې ستونزې په خواره خوله او په بې وسه انداز کې بیان کړی، د سړی پرې سم زړه وسوځیږی. ما ته یې تر دې هر څه ورهاخوا شاعر زړه او شاعرانه احساس مهم و. داسې مې زړه کې نه راتېرېدل چې ګواکې د ده خلاف دې زه ورسره احساساتی چلند وکړم. راشه درشه ورسره پرېږدم. که به مو په کال کې هم سره ولیدل، د بسته کال مینه به یې په یوه دیدار کې راکړه.

     ما به د ده یو شعر ورته سرچپه کړ، ده ویلی و  چې:
سعوده زه یې تش په سترګو کې ساتلی یمه
ورته لږ ووایه چې تېزه کړی لمبه راپسې.

ما به داسې ورته ویل:

سعوده زه دې تش په سترګو کې ساتلی یمه
نور دې له زړه څخه زرې زرې ایستلی یمه
سعود به کټ کټ راته وخندل. راته کړل به یې:
خدای سره مې مینه ده او تا سره مې مینه ده
ستا په مینه مست یمه دنیا سره مې مینه ده

له سعود سره ناسته د خوشبختو خلک په نصیب وی، پوره دوه کاله مې نه و لیدلی، ورپسې خپه وم. کله کله به مې زنګ ورته وکړ، یا به مې په مسنجر خبرې ورسره کولې. څه موده وړاندې چې زه مرګونو ناروغیو راګیر کړم، تر  پېښوره مې سر ورسېده. ورځ په ورځ مې ناروغۍ زیاتېده، هلته بستر شوم. که رښتیا راباندې وایئ، بېرته مې ژوند ته د راګرځېدو تمه کمه وه؛ ورور او وراره مې راسره په روغتون کې پیوازان وو. دوی ته مې وویل چې له هر ځایه وی، ما ته سعود راپیدا کړئ زه له هغه سره ښه کېږم. ورور مې حیران شو، شمېره یې پیدا کړه، زنګ یې پسې وواهه، خو سعود کې دا کار و، چې ناشناخته شمېره یې نه پورته کوله. ورور مې راته وویل چې سعود خو زنګ نه پورته کوی، نو مسنجر کې یې زما له لوری ورته مسجونه مرش کړل، چې باید ارو مرو تر روغتونه ځان رارورسوی. مازدیګر و، په چپرکټ غځېدلی وم، خبرې مې په مشکله سره کولې؛ خو ذهن او فکر مې څه نا څه ښه و. ګورم  چې سعود وارخطا واټ ته راننوت. زه ته وا بیخی ناروغ نه یم، په کټ کې رانېغ شوم، سعود په غېږ کې کلک ونیوم. ښه شېبه یې نیولی وم، سلګو واخیست، ورو ورو یې سلګۍ زیاتېدې. ما په لومړیو کې ورته وویل چې ته خو باید ما ته تسلی راکړې خو…… څه نه کېدل، زه یې وژړولم. زما ورور ته یې مخ ورواړو:

ــــ ډاکټر په څه دی؟ دا ولې؟ په ده څه شوی دی؟ او……….

  زما ورور ( رفیق) هم لکه زبون وهلی ورته کتل،  د هغه هم سترګو کې اوښکې ځلېدلې. شاوخوا یې د نورو ناروغانو سترګې هم ډکې کړې. سعود بل ډول شوی و، د خواخوږۍ سېلابونه یې په په سترګو کې په څپو وو. سعود دې وخت کې په ټوله معنا یو عاطفی شاعر و. پر کاذب ډاډ یې خوله بنده وه. خدازده زما په سترګو کې به زما له روغتیا، زما د راتلونکی، زما د ماشومانو او…. ورهاخوا نور څه لیدل او لوستل. ما ته خدای توفیق راکړ، چې په ماتو ټکو ورته د خپلې روغتیا ډاډ ورکړم، سعود راسره په  چپرکټ کېناست، لاس یې زما په لاس کې راکړ. زه ورسره شېبه شېبه ښه کېدم. ده به چې خبرې کولې، ما ته د ده بیتونه رایادېدل، ما به ورته اورول. ورور مې ورته وویل، چې دا لومړی ځل دی چې دومره خبرې درسره کوی. ده رښتیا ویل چې ما ته سعود راولئ زه له سعود سره ښه کېږم. دا ځل مې د سعود په سترګو کې د خوښۍ او غرور اوښکې ولیدې. لاس یې نور هم زما په لاس کې کېکاږه.

    نور به هره ورځ مازدیګر سعود روغتون ته راته. څو ورځې وروسته هغه واټ ته راغلی و، زه بېرون وتی وم، یو څه ښه شوی وم. سعود چې ولیدم، ته وا څوک ورته لاهوتی شعر وایی، واه واه واه یې نارې کړې. کلکه غاړه یې راکړه. شکرونه یې اېستل چې دا خو شکر روغ شوی یم.

      د سعود د مینې او عاطفې درملنې زه په څو ورځو کې په ښه کېدو راوستم. څو ورځې وروسته چې سعود روغتون ته رانغی، پسې خپه شوم، ته وا چې په  همدې  ورځ مې درمل نه دی خوړلی. زړه مې نه شو کولای، چې زنګ پسې ووهم، ما وېل د سعود به هم کارونه وی. نور نو د سعود مینه زما لپاره ښه په اندازه ډوز (خوراک) شو. زما ورور به راته ویل چې زه اوس پوی شوم چې سعود څومره لوی طبیب او شاعر دی، کاش مخکې مو خبر کړی وای، ته به ژر ورسره رغېدلی وې.

     سعود چې د خپلو ماتو او بریو کومې کیسې راته وکړې، تر اوسه مې په ذهن کې اوړی را اوړی. سعود د دې دور هغه شاعر دی، چې راتلونکی او تاریخ به یې نوم په زرینو کرښو لیکلی ساتی. سعود هغه لیکوال دی، چې د سیاست روان بهیر یې نه شعر سیاسی او هوایی کړ او نه دی خپله او نه هم د ده هنر. سعود تر پایه شاعر پاتې شو. د سعود د وخت ډېر شاعران هوایی او د سیاست او نورو لوبو قربانی شول. په سعود ډېرې خبرې کېدای شی، خو زه لا اوس هم د دې جوګه نه یم، چې کمپیوټر ته ډېر کېنم او لیکل وکړم. خدای دې هغه ورځ راولی، چې سعود د برې پښتونخوا تر مینه والو راغلی وی، په  منځ کې یې ناست وی او لاهوتی نغمې شرنګوی.