زلمی خلیل زاد چین ته ولاړ

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 99962

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د سفرونو په لړ کې دا خل چین ته روان شو.
خلیلزاد چین ته د خپل سفر خبر په ټویټر خپور کړی خو په دې اړه یې نور جزئیات ندی ورکړی چې نوموړی به د څومره مودې لپاره هلته پاتې شی.
زلمی خلیلزاد د روانې میاشتې له «۸» نیټې د سیمې هیوادونو ته د افغان سولې په تړاو خپل سفر پیل کړی او تمه ده چې د روانې میاشتې د جنورۍ تر «۲‍۱» پورې به وغځېږی، نوموړی به په دې موده کې له چین، پاکستان او افغانستان څخه لیدنه کوی او د یادو هیوادونو له چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېږی.
یاده دې وی چې، نوموړی چین ته تر سفر وړاندې هند ته د افغان سولې په اړه سفر بشپړ کړی او هلته یې له هندی چارواکو سره په دې اړه خبرې کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99962

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




72 − = 62