زلمی خلیل زاد او ولز په دبی کې له طالب استازو سره لیدنه وکړه

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 84652

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار زلمی خلیل زاد د افغانستان د سولې په اړه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له یوتن چارواکی آلیس ولز سره په دوبی کې له طالب استازو سره لیدنه کړې ده. دواړو خواو په دغه کتنه کې د افغانستان او امریکا د امنیتی تړون په اړه هم بحث کړی دی.
د ویسا ورځپاڼې د یو راپور په خپرولو سره ویلی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار له طالبانو سره په خپلو لیدنو کې د ځینو طالب بندیانو د خوشی کولو په اړه ژمنه ورکړه.
ورځپاڼې د وحید مژده په حواله چې د طالبانو نېږدې شخص بلل کېږی، لیکلی چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د امریکا حضور او د امریکا او افغانستان د امنیتی سند پرسر هم بحث شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84652

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *