زلمی خلیلزاد د افغانستان سولې په تړاو بل ماموریت پیلوی

  • خپرول: ۲۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 128419

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی، چې د افغان سولې په تړاو یو “بل ماموریت” ته چمتوالی نیسی.
ښاغلی خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلی، چې د نوی ماموریت د چمتوالی لپاره یې په واشنګټن کې د جرمنی او هند له سفیرانو او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلی او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دی.
In addition to briefing management while in DC, I had the opportunity to consult w/ Amb Haber of #Germany, Amb Shringla of #India & Foreign Minister Kamilov of #Uzbekistan on the #AfghanPeaceProcess. Getting ready to launch on another mission in hope of making further progress. pic.twitter.com/SyFCveB5vv
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 20, 2019
هغه ویلی: “د لا زیات پرمختګ په هیله د بل ماموریت د پیلولو لپاره چمتوالی نیسم”.
ښاغلی خلیلزاد د افغان سولې د نوی ماموریت او د سیمې د هیوادونو له جیګپوړو ډپلوماټانو سره د خبرو په اړه زیات جزئیات نه دی ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=128419

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *