"ریاض کې پر سعودۍ خبریالې سختې نیوکې شوې"

  • خپرول: ۶ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 65940

سعودۍ خبریاله شیرین الرفاعی

د انځور حقوق
Youtube amalek 1911

Image caption

سعودۍ خبریاله شیرین الرفاعی

پر خواله رسنیو عربی نړۍ، په تېره بیا سعودی عربستان کې د هغې وېډیو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوی، چې ویل کېږی سعودۍ خبریاله شیرین الرفاعی پکې نیمه بربنډ حالت کې غږېږی.

دا وېډیو پر سعودی ښځو د موټرچلونې د بندیز لرې کېدا پر دویمه شپه ډکه شوې ده.

په وېډیو کې یاده خبریاله د ښځو سپین اوږد، خو پرانیستی کمیس لری، خو ترې لاندې جامې یې معلومېږی چې د خواله رسنیو کارنو پرې توند غبرګونونه ښودلی.

دوی دا د سعودی په محافظه کاره ټولنه کې یو بې باکه کار بللی دی؛ ځکه چې هلته ښځې معمولاً داسې جامې اغوندی چې ټول ځان یې پکې پېچلی وی.

له ټویټر تېر شئ د @NPT66 شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @NPT66 شمېره په مټ

د وېډیو له خپرېدا وروسته، سعودیانو پر ټویټر (سعودیان: #ریاض_کې_بربنډه_موټر_چلوی) هشټګ لاس په لاس کړی او تر ۱۰۸ زرو ډېر شریک شوی دی.

ټویټر کارنو له چارواکو د مستقیمې مداخلې غوښتنه کړې چې له یادې خبریالې پوښتنې وشی.

له ټویټر تېر شئ د @JullenarS شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @JullenarS شمېره په مټ

یوه ټویټر کارن لیکلی: “فکر کوم دا دروغ دی. دا ریاض نه دی، دا کوم بل ځای کېدای شی.”

له ټویټر تېر شئ د @J3z2014M شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @J3z2014M شمېره په مټ

یوه بل بیا دغه انځور ته لیکلی: “خویندو ته زما پیغام! ستاسې مخ کې دغه شهزادۍ بې حسابه پیسې لری، خو حجاب کولو ته څه شی مجبوره کړې ده.”

دوی دا هم پوښتلی چې “ایا د ښځې موټرچلونه اړتیا او د اخلاقی فساد وسیله ده؟.”

د انځور حقوق
Twitter

په مقابل کې، ځینو ټویټر کارنو د وېډیو له څښتنې سره همغږی ښودلې، یوې ټویټر کارنې د یوه سعودی سړی هغه وېډیو خپره کړې، چې روسیه کې د سعودی د فوټبال سیالیو پرمهال یوه روسۍ نجلۍ مچی کوی. دا لیکی: “پر دغې نجلۍ نیوکه کوی، حال دا چې هلته دا کارونه کوی.”

له ټویټر تېر شئ د @tawaqaah شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @tawaqaah شمېره په مټ

یوه رسام بیا سعودی ښځو ته د ازادۍ ورکول داسې انځور کړی: “له اسلامی دینی ښوونو د ښځو وتلو حالت.”

سعودۍ خبریالې شیرین الرفاعی د دغو نیوکو پروړاندې چوپه خوله پاتې شوې، خو هغه ټویټونه یې بیا خپاره کړی چې له دې یې دفاع کړې ده.

د انځور حقوق
Twitter

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65940

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *