رویټرز: اېران د سانتریفیوژونو یوه پرمختللې کارخانه جوړه کړې

  • خپرول: ۲۸ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 70833

د رویټرز خبری سرچینې د چهارشنبه په ورځ راپور ورکړی چې اېران اعلان کړی یوه داسې کاخانه چې په ورځ کې د پرمختللو سانترفیوژونو لپاره ۶۰ دستګاه تولیدوی، په لار اچولې چې د برجام ګټو په چوکاټ کې ده.
د اېران اټمی انرژی سازمان مشر علی اکبر صالحی په حواله د رویټرز راپور له مخې، دی ویلی چې له برجام څخه د امریکا وتلو په دوام، د اېران مشر آیت الله خامنه ای لارښونه کړې ترڅو د اټمی انرژی سازمان په برجام کې د اورانیوم بډایولو تون اشاره شوې کچې ته زیاتوالی ورکړی.
رویټرز خبری سرچینې لیکلی: له برجام څخه د امریکا له وتلو وروسته، د تړون نورې خواوې هڅه کوی ترڅو اټمی هوکړه وساتی.
یادې خبرې سرچینې زیاته کړه: اېران ویلی منتظر به پاتې کېږی ترڅو وګوری چې د تړون نورو خواو په څېر به څه اقدام ترسره کړی او د مخکنۍ کچې په ډول د یوځل بیا بډایولو پیل ته چمتو دی.
دغه هېواد ټینګار کوی چې اټمی پروګرام د برښنا تولید او نورو سوله ییزو پروګرامونو لپاره طرح شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70833

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




34 − 33 =