رویترز: د نور لیری کېدو په برخه کې د غنی اقدام، د راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې لپاره یوه نښته ده.

  • خپرول: ۱۸ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 40928

رویترز د جمعیت اسلامی ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور او د ملی یووالی حکومت مشرانو ترمنځ د جنجالونو په اړه لیکی چې د بلخ ولایت له مقام څخه د عطا محمد نور د لیری کولو لپاره د اشرف غنی هڅې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې لپاره یوه نښته ده.
د ولسمشر له لوری د بلخ لیری کړل شوی والی د رویترز خبری سرچېنې سره په مرکه کې ویلی چې که د جمعیت اسلامی مشری پرېکړه وکړی د دوه زره نولسم کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به خپل ځان نوماند کړی.
د جمعیت اسلامی ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور زیاتوی چې د ملی یووالی حکومت مشرانو د خلکو باور د لاسه ورکړی دی.
رویترز په دوام لیکی چې د بلخ والی سره د افغانستان ولسمشر جنجالونه او د هېواد شمالی برخې څخه د عطا محمد لیری کولو لپاره د غنی هڅې ددغه هېواد راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې لپاره ېوې نښتې ته د بدلېدو په حال کې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40928

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *