روغتیا وزارت: هرکال څه باندې ۱۵ زره کسان د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی

  • خپرول: ۱۵ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 103531

د عامې روغتیا وزارت وایی هر کال نږدې ۱۵زره تنه په هېواد کې د سرطان ناروغۍ له امله امری او لسګونه زره پرې اخته کېږی.

تېره ورځ له سرطان سره د مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت کابل کې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، هر کال له ۳۰ تر ۴۰ زره تنه په سرطان اخته کېږی چې نږدې ۱۵زره یې مری.

هغه وویل په مېرمنو کې د تیو سرطان او نارینه‌و کې د معدې او مرۍ سرطان ډېر لیدل شوی دی.

فیروز دا هم وویل چې یوازې په تېر میلادی کال کې ټوله نړۍ کې تر ۱۸میلیونه ډېر کسان پر سرطان اخته شوی چې تر ۱۰میلیونه ډېر یې مړه شوی دی.

په وینا یې ککړه هوا، مخدره توکی، د سرې کړې غوښې خوراک او له فزیکی فعالیته ډډه د سرطان د پیدا کېدو علتونه دی.

نوموړی په همدې مناسبت د اریانا سعید په نوم سندرغاړې د «سرطان د ښه نیت سفیره» وټاکله.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103531

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




91 − 85 =