روسیه: له طالبانو سره د امریکا خبرو د نه ترسره کېدو په صورت کې، په افغانستان کې د کلونو لپاره به خونړۍ جګړه دوام ومومی

  • خپرول: ۳۰ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 59186

د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایی چې د افغانستان اوسنی حالت په افغانستان کې د شوروی له دورې سره ډېر ورته والی لری. دی ویلی، په هغه صورت کې چې امریکا له طالبانو سره د خبرو څخه ډډه وکړی، په افغانستان کې به د کلونو لپاره خونړۍ جګړه دوام ومومی.
د بلومبرګ راپور له مخې، په افغانستان کې د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایی: اوس مهال د افغانستان حالت دشوروی دورې سره ورته والی لری. له ۵۰۰۰ څخه تر ۵۰ زره سرتېرو زیاتوالی په افغانستان کې هیڅ مرسته نه کوی او د حالاتو د ښه والی لامل نه کېږی.
کابلوف ویلی، له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا لاس پرسر کېدل چې د افغانستان څه باندې ۴۰ سلنه خاوره په کنټرول کې لری، د نه منلو وړ دی. ځکه د داډول اړیکو د نشتون په صورت کې جګړه او تاوتریخوالۍ به دکلونو لپاره دوام ومومی.
کابلوف دخپلو خبرو په بله برخه کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو د زیاتوالی شونتیا شتون لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=59186

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *