روسیه: د جولان له پېښې وروسته له امریکا سره هرډول هوکړه ستونزمن تر سترګو کېږی

  • خپرول: ۲۰ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 111987

سوریې ته د روسیې ځانګړی استازی په یولړ څرګندونو کې د جولان غونډیو په اړه ددې هېواد له پرېکړې وروسته د سوریې په اړه له امریکا سره هوکړه ستونزمن وباله.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، سوریې ته د روسیې ځانګړی استازی الکساندر لاورنتیف په یو مطبوعاتی کنفرانس کې د جولان پر غونډیو د صهیونیستی رژیم حاکمیت د رسمیت پېژندلو په تړاو د امریکا ګامونو د پایلو په اړه یوې پوښتنې په ځواب وویل: له دې پرېکړې وروسته چې د نړۍ غبرګون یې له ځانه سره درلود، له امریکا سره خبرې او له دوی سره یوې هوکړې ته لاسرسی ستونزمن دی. اوس مهال دوی د سوری ځمکنی بشپړتیا معنا څرنګه تفسیر کوی؟
ده زیاته کړه: د امریکا دولت وړاندې د سوریې ځمکنی بشپړتیا اصل ته پر خپل ژمنیت ټینګار کړی خو آیا امریکایان به اوس هم داډول دریځ ته ژمن وی؟

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=111987

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *