روسیه به انټرنټ د لنډمهال لپاره بند کړی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104357

د انځور حقوق
Reuters

Image caption

د انټرنټ خپلواکه کېدولو ته په دې سترګه کتل کېږی چې ګواکې روسیه غواړی لا ډېر کنټرول ولری.

روسیه پلان لری د یوې لنډې مودې لپاره ځان له نړیوالې شبکې انټرنټه وشلوی. دا د راتلونکې سایبری جګړې لپاره د پلان جوړونې یوه برخه ده.

دا ازموینه په دې معنا ده چې د روسی وګړو او ادارو ترمنځ یې تبادله کېدونکی معلومات په ملی سطحه ساتل کېږی او نړیوالې شبکې سره نه شریکېږی.

تېر کال د روسیې پارلمان داسې یو قانون وړاندې کړ چې تخنیکی بدلونونه باید په خپلواک ډول کار وکړی.

ازموینه به د اپرېل تر لومړۍ نېټې وړاندې ترسره شی خو کره نېټه یې لا نه ده په ډاګه شوې.

لوی اخلال

وړاندې شوی قانون کې چې د ډیجیټل اقتصاد ملی پرواګرام نومېږی راغلی روسیه باید ځان ډاډه کړی چې خپل انټرنټی سیسټم یې په ځان دومره بسیا وی چې که کومه ورځ بهرنی قوتونه پر دوی انټرنټ پرې کړی پر دوی اغېز ونه کړی.

د انځور حقوق
Reuters

ناټو او ملګرو یې پر روسیې وروسته له هغه د بندیزونو خبره وکړه چې دغه هېواد څو څو ځلې په سایبری بریدونو تورن شو.

د دغو تدبیرونو کې یوه برخه دا هم ده چې روسیه ځان ته خپل انټرنټی ادرس جوړ کړی چې ان ډی اس نومېږی او په هغه صورت کې چې په نړیوالو موقعیتونو کې له سرورونو سره اړیکی له منیځه ولاړې شی اغېزمن نشی.

اوسمهال ۱۲ ادارې د ډی ان اس اصلی سرورونو کار څاری چې یوه یې هم په روسیې کې نه ده. خو د انټرنټ د اصلی ادرس ډېری کاپیانې همدا اوس دننه په روسیه کې دی او کېدی شی د روسیې پر ضد د کوم اقدام په صورت کې څه اخلال نشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104357

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *