روسیې خپل ترټولو ستر پوځی تمرین ترسره کړ

  • خپرول: ۲۰ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 82768

د څو وروستیو لسیزو په ترڅ کې د روسیې ترټولو ستر پوځی تمرین د سه شنبه په ورځ د څه باندې ۳۰۰ زره پوځیانو په حضور سره ترسره شو.
د روسیې دفاع وزارت ویلی چې په دغه تمرین کې به ۳۶ زره زرهی ټانکونه او زر الوتکې د سپټمبر له ۱۱ څخه تر ۱۷ پورې ګډون وکړی. دغه تمرین په پنځه پوځی مرکزونو کې ترسره کېږی. د روسیې له دو ناوګان سیمې څخه څه باندې ۸۰ بېړۍ هم ګډون کوی.
ددغو تمریونو یوه اساسی موخه د روسیې له لوېدیځې څخه ختیځې خواته د زرګونه ځواکونو، الوتکو او وسایلو ځای پرځای کول ده.
چین هم د ۳۲۰۰ سرتېرو او الوتکو سره په دغه نندارتون کې ګډون کوی. مغولستان هم خپل یوشمېر پوځی برخې په دغو تمرینونو کې د ګډون په موخه لېږی.
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتری پسکوف، د ۲۰۱۸ کال په ووستوک کې د چینی پوځیانو ګډون، په ټولو برخو کې د مسکو او پکن د مرستو نښه بللې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82768

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *