رستمی: په کلنی ډول په لغمان کې ۱۳ ټنه کبان تولیدېږی
- خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
- نوملړ: رادیو آزادی
- د خبر شميره: 104449
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایی، په کلنی ډول په لغمان ولایت کې ۱۳ ټنه کبان تولیدېږی.
د دغه وزارت وباند اکبر رستمی نن ازادی راډیو ته وویل چې پهدغه ولایت کې د کبانو د روزنې ۵۵ فارمونه جوړ شوی چې په کلنی ډول ورنه همدا ۱۳ ټنه کبان تر لاسه کېږی.
د نوموړی په خبره، د دغه ولایت د اوسېدونکو لهخوا د کبانو د روزنې د فارمونو جوړولو غوښتنه ډېره شوې او په وینا یې ښه زمینه هم ورته برابره ده.
ښاغلی رستمی وایی، د کابل علیشنګ، علینګار سیندونو اوبه په نوموړی ولایت کې د کبانو د روزنې لهپاره مهمې سرچینې بلل کېږی.
نظرات(۰ دیدگاه)