رحیمی: جنرال جرئت باید خپل وسله وال کسان پولیسو ته تسلیم کړی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104421

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، جنرال دین محمد جرئت باید ژر تر ژره خپل غیر مسؤل وسله وال کسان د کابل پولیسو ته وسپاری.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمی پرون دوشنبه په یوه ویډیویی پیغام کې وویل چې ښاغلی جرئت دې د دغه وزارت وسلې او وسایط هم بېرته ورکړی.

ده وویل:

“څو تنه غیر مسؤل وسله وال چې په کابل کې د عامه نظم او د قانون د ماتولو سبب کېږی، له ښاغلی جنرال دین محمد جرئت سره دی، د کورنیو چارو وزارت ورڅخه غواړی چې وسلې او پوځی وسایط له خپلو غیر قانونی وسله والو کسانو سره په ۷۲ ساعتونو کې د کابل پولیسو ته تسلیم کړی.”

د ښاغلی رحیمی په خبره، جنرال جرئت د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څو میله سپکې او درنې وسلې له ځانه سره لری.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جنرال دین محمد نظر واخلو، خو بریالی نه شو.

نوموړی د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی د سلاکار او د ملی امنیت شورا د دفتر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

ولسمشر غنی د تېر کال په اکتوبر کې له دواړو دندو ګوښه کړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104421

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




81 + = 84