رحمانی ته د استازو خبرداری

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 120181

ځینو استازو د جرګې نن ورځې په غونډه کې خبرداری ورکړ چې د جرګې ریاست څوکۍ پرسر د غبرګونونو په دوام، نور به ښاغلی رحمانی ته اجازه ورنه کړی چې د جرګې ریاست مقام دفتر کې کېنی.
د میر رحمان رحمانی له خوا د جرګې ریاست څوکۍ د ترلاسه کولو په تړاو د جرګې استازو له ممانعت وروسته چې د موقت رییس له خوا د جرګې ریاست ګټونکی اعلان شو، دی هره ورځ د جرګې ریاست دفتر ته حاضرېږی، خو د غونډو د مشری لپاره د جرګې دننې ته نه راځی.
څه باندې یوه میاشت کېږی چې د ښاغلی رحمانی د موافقو او مخالفو استازو ترمنځ شخړې دوام لری. اوس مهال د جرګې غونډې د جرګې د کورنیو دندو پرخلاف د دوه تنه موقتو منشی ګانو له خوا ترسره کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120181

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *