رجب طیب اردوغان: اسلامی هېوادونه باید د اسراییلو جنایاتو په وړاندې مبارزه وکړی

  • خپرول: ۲۹ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 58998

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اسلامی هېوادونو څخه غوښتی ترڅو له فلسطنیانو څخه ملاتړ وکړی او په وینایې د اسراییلو ظلم په وړاندې مبارزه وکړی.
اردوغان چې تېره ورځ په استانبول ښار کې د اسلامی هېوادونو د مشرانو له غونډې څخه کوربه توب کول، په غزه کې د فلسطنیانو په وړاندې د اسراییلو اقدامات د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال په هولوکاست کې پر یهودیانو باندې د نازیانو ځورونې په څېر وباله.
ښاغلی اردوغان د اسرایلی ځواکونو له لورې د ۶۰ تنه فلسطینی اعتراض کوونکو وژل کېدل غندلی او همداراز بیت المقدس ته د آمریکا سفارت لېږدول تر نیوکې لاندې ونیول.
د ترکیې ولسمشر انتقاد کوونکی وایی، اردوغان هڅه کوی ترڅو په غزه کې د حالاتو په اړه دخپلو ویناو له لارې په ترکیه کې د ټاکنو په اړه چې ټاکل شوې له وخت نه وړاندې ترسره شی، د خلکو پام را جلب کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=58998

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *