ربانی: د سولې احتمالی هوکړه باید هر اړخیزه وی

  • خپرول: ۱۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 126352

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین ربانی ټینګار وکړ چې د سولې احتمالی هوکړه باید د ټولو د منلو وړ وی.
ده د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټانو په درویشتم روزنیز جشن کې وویل، د سولې هوکړه باید د ټولو هېوادوالو لپاره د منلو وړ وی، دا هوکړه هغه مهال د منلو وړ ده او د تلپاتې سولې د تضمین لامل به شی چې انسانی ارزښتونه، ولسواکۍ او د هېوادوالو حقونه پکې په پام کې ونیول شی، له دې پرته تلپاتې سوله به ناشونی وی.
همدارز ربانی ټینګار وکړ چې دا وزارت د قانون له مخې به خپل صلاحیت ترسره کړی او په ورته حال کې د اصلاحاتو راوستلو ته ژمن هم دی.
داپه داسې حال کې ده چې ولسمشر غنی تردې وړاندې د یوه فرمان په ترڅ کې، له هېواد نه بهر د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ګمارنې ته کموالی ورکړی او هغه یې د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر عمومی ریاست ته سپارلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126352

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *