راشید خان د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې له خوا د ښه نیت سفیر ټاکل شوی

  • خپرول: ۲۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 109338

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونیسف افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان په افغانستان کې د ښه نیت ملی سفیر وټاکه.
ددې ادارې په خبر پاڼه کې راغلی چې دغه ۲۰ کلن مخکښ کرېکټ لوبغاړی به په خپل هېواد کې د ماشومانو د حقونو پرمختګ، د نجونو د تعلیم ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغیو لمنځه وړلو او د واکسین پوښښ د کچې زیاتولو په برخو کې له یونیسیف سره مرسته وکړی.
راشد خان دا د ځان لپاره ویاړ بللی او ویلی یې دی چې تل یې هیله وه چې د ماشومانو د ژوند په ښه کولو کې برخه ولری:
“د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د یونیسف ادارې لپاره د ښه نیت ملی سفیر په توګه ونومول شوم،ما تل غوښتل چې د روغتیا، زده کړې او تغذیې په مسایلو کې د ماشومانو د ژوند په ښه کولو کې ښکېل اوسم او یونیسف راتهدا ښه زمینه مساعده کړه، زه دې کار ته لېواله یم او هیله لرم چې د ښې راتلونکې لپاره یو بدلون راولوو.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109338

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *