ذهنی فشار مو څنګه چاغوی؟

  • خپرول: ۵ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: بېلابېل
  • د خبر شميره: 41495

ډاکټر میخایل موسلې
موږ ټول پوهېږو، چې د ډېرو کالوریو خوړل او د خوځښت په بڼه یې لږ سون زموږ د چاغوالی سبب کېږی او دا رښتیا دی، خو یوه پوښتنه بیا هم پر خپل ځای پاتې کېږی او هغه دا چې ولې له اړتیا ډېر خواړه خورو؟
موږ په دې ښه پوهېږو، چې د کیک یا چاکلیټ یوې ټوټې خوړلو ته مو زړه کېږی، خو وروسته پرې پښېمان یو، نو ولې یې بیا خورو؟
ایا دا یوازې هوسېدل دی، لوږه ده او که نور مسایل هم پکې شته؟
که څه هم پر ځان کنټرول خورا مهم دی، خو داسې غرونه غرونه دلیلونه شته، چې اضطراب یا ذهنی فشار د انسان وزن ډېرېدو کې مهم رول لری.
د پرلپسې ذهنی فشار حالت زموږ خوب کډوډوی او وینه کې د خوږې کچه له عادی حالته باسی او دغه حالت د دې سبب کېږی چې لوږه مو ډېره شی او خوړو ته مو اشتها زیاته شی.
دغسې خواړه بیا د خوب ارامتیا او وینه کې د شکرې یا خوږو کچې لا نور ګډوډ حالت رامنځته کوی. کله چې خبره تر دغه ځایه رسېږی د انسان بدن کې د غیر صحی غوړو یا وازدې کچه هم ډېرېږی او د دویمې درجې دایبیټیس یا شکرې ناروغۍ پر لور لار پرانیستل کېږی.
د دې لپاره چې ولیدل شی بیا څه کېږی، د (باور وکړئ زه یو ډاکټر یم) نومې ډلې غړی ډاکټر ګایلس یاو د لیډز پوهنتون ساینسپوهانو په مرسته یوه له اضطرابه ډکه ورځ تېره کړه.
لیډز پوهنتون ساینسپوهانو له ډاکټر یاو نه د اعدادو او شمېرو ځینې پرلپسې پوښتنې پیل کړې، چې د (ماسټریشت اضطراب) یا ذهنی نا ارامی ازموینه بلل کېږی.
ډاکټر یاو پرلپسې تېروتنې کولې، چې د ده په څېر کسانو لپاره مضطربونکې وی. وروسته یې د ده یو لاس په کنګل اوبو کې تر ډېره مهاله ونیو او له دې ازموینو مخکې او وروسته یې د ده وینه کې د شکرې کچه معلومه کړه.
کله چې موږ خواړه خورو، د خوږې کچه مو لوړیږی او د ګایلس په څېر روغو کسانو بدن کې د خوږې کچه ژر عادی حالت ته ګرځی. خو د لیډز پوهنتون ساینسپوهانو چې په لوی لاس ډاکټر یاو له ذهنی فشار سره مخامخ کړ، بدن کې یې عادی کچې ته د شکرې ګرځېدو درې ساعته وخت واخیست، چې د یوې مخکینۍ عادی ورځې پرتله دغه وخت شپږ برابره ډېر دی.
د دغه حالت په اړه ویل کېږی، چې د انسان بدن داسې حالت غوره کوی، چې ‘فایټ ار فلایټ ‘ بلل کېږی. دغه حالت کې بدن ګومان کوی حمله پرې شوې، وینې ته زیات ګلوکوز ورکوی، چې د بدن غړو ته د ‘مقاومت ‘ لپاره ډېره انرژی ورسېږی.
کله چې د انسان بدن انرژۍ ته اړتیا نه لری، بیا پانکراس یا لوز المعده انسولین شیندی چې د شکرې لوړه شوې کچه بېرته ټیټه شی.

د انسولین لوړېدونکې او د خوږې ټیټېدونکې کچه مو بیا وږی کوی او دغه حالت مو د ذهنی فشار حالت کې د خوږې خوړلو ته اشتها ډېروی. کله چې مو د شپې مهال خوب ښه نه وی، بیا هم ورته حالت رامنځته کېږی.
د اضطراب یا ذهنی فشار حالت کمولو لپاره ماهرین د یوګا، مراقبه، بڼوالۍ، ورزش او یو شمېر نورو بوختونکو کړنو تر څنګ لومړی سر کې د شپې مهال ارام خوب کولو مشوره ورکوی.
ماهرین دا هم وایی، باید دا وکتل شی، چې څه ډول ذهنی بوختیا د چا لپاره مناسبه ده او باید له هماغې لارې د ذهنی فشار کمولو تمرین وشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41495

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *