د ۲۰۲۹ کال په راتلو سره به د چین نفوس ۱،۴۴ میلیاردو ته ورسېږی

  • خپرول: ۱۶ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 98352

د چین په یوه حکومتی رپوټ کې ویل شوی، چې د “نه درېدونکی کمښت” پړاو ته تر رسېدو مخکې به د ۲۰۲۹ کال په راتلو سره به ددغه هېواد د وګړو شمېر ۱٫۴۴ میلیارد ته ورسېږی.
د چین د ساینس کاډیمۍ یوې څېړنې په ډاګه کړې ده چې ددغه هېواد پالیسۍ باید لږ کاری ځواک ولری.
دا څېړنه د وګړو او کارګرو په زرغون نومی کتاب کې راغلې ده.
د چین په یوه مخکېنی رپوټ کې راغلی وو، چې په دې هېواد کې د زړو وګړو شمېر به تر ۲۰۳۵ پورې ۴۰۰ میلیون ته ورسېږی، دا شمېر په ۲۰۱۷ کال کې ۲۴۰ میلیونه و.
په چین کې یوازې یوه ماشوم ته د زیږولو اجازه وه، خو اوس داسې هیله شته چې پلرونه دویم ماشوم هم وزیږوی، چې دا کار به د ټولنې د زړېدو په مخنیوی کې مرسته وکړای شی.
د یوه ماشوم لرلو تګلاره په ۱۹۷۹ کال په چین کې پلی شوې، چې ترې یو کال وړاندې اقتصادی اصلاحات راوستل شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=98352

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




26 − 22 =