د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوهنې وزارت له خوا د څو هوکړه لیکونو لاسلیک کېدل

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113381

د پوهنې وزارت چارواکی وایی چې له بېلابېلو مؤسسو سره یې اوولس هوکړه لیکونه چې ټول ټال د ۱۵ میلیونه ډالرو پر ارزښت کېږی، لاسلیک کړی دی.
د دې وزارت سرپرست میرویس بلخی نن یوې خبری غونډې ته وویل، چې دا هوکړه لیکونه یې د پوهنیز بهیر د لا ښه کېدو په خاطر کړی دی، چې شاوخوا ۷۷زره او شپږ سوه زده کوونکی به ترې نېغه ګټه واخلی.
دې هوکړه لیکونو نه به د سواد زده کړې، کانکور، د چاپیریال ساتنې په برخه کې د خبراوی، کمپیوټری کورسونو او سیمه‌ییزو ټولګیو په برخه کې کار واخیستل شی.
د پوهنې وزارت د روان تعلیمی کال په پیل کې هم ژمنه وکړه چې شاوخوا ۲۵۰۰ ښوونځیو ته به ودانۍ جوړې کړې.
تر اوسه لا هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې پوهنیز بهیره له ګڼو خنډونو سره مخ دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113381

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *