د ۱۳۹۸ مالی کال ملی بودجه جرګې ته وړاندې شوه

  • خپرول: ۸ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 91028

د مشرانو جرګې له خوا د افغانستان د ۱۳۹۸ کال بودجې سند له تایید وروسته، داځل دا سند د چهارشنبه په ورځ په ولسی جرګه کې د مالیې وزارت له خوا معرفی شوه.
د مالیې وزارت د ګمرکاتو مرستیال عبدالله رقیبی چې د ۱۳۹۸ کال بودجې د پېژندنې په موخه جرګې ته ورغلی وو، ټینګار وکړ چې د راتلونکې کال بودجه د واقعیتونو، شته سرچینو او لومړیتوبونو پراساس جوړه شوې ده.
ښاغلی رقیبی ددې مطلب په څرګندولو سره چې د راتلونکې کال ټولټال بودجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده زیاته یې کړه چې له دې جملې ۲۷۵ میلیارد یې عادی بودجه او ۱۲۴ میلیارد یې پراختیایی بودجه ده. همداراز ۶۱ میلیارد یې اختیاری او ۶۳ میلیارد نور یې غیراختیاری ده.
دده په وینا، که څه هم د راتلونکې کال په عادی بودجه کې د پام وړ سپما شوې خو د پراختیایی بودجې په برخه کې څه باندې ۱۲ سلنه ډېروالی رامنځته شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=91028

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




86 − = 83