د ۱٬۶ میلیارډ ډالرو په ارزښت ۱۲ قراردادونه د ملی تدارکاتو د کمیسیون له لورې منظور شول

  • خپرول: ۱۴ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 62199

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشرۍ نن له غرمې مخکې ملی تدارکاتو کمېسیون په ارګ کې د ۱،۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ قراردادونه منظور کړل.
منظور شوی قراردادونه په لاندې ډول دی:
• د مخکې جوړو ودانېزو توکو د نوې فابریکې لپاره د ۱۶ قلمه اومه موادو تدارک؛
• د پروژې د تمویلونکی ( اسیایی پرمختیایی بانک) د نظر غوښتنې په شرط د کابل ـ جلال اباد ۵۳کلیومتره دورانی سړک د ساتنې او مراقبت قرارداد؛
• د بېلابېلو ۱۲ قلمه کرنېزو افت‎ وژونکو پېرل؛
• د عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ ۱۱ قلمه خوراکی توکو تدارک؛
• د برېښنایی تذکرې سیستم د قرارداد د بیې تعدیل؛
• د امریکا متحدو ایالتونو د اوهایو پوهنتون او د فوایدعامې وزارت د ملی ساختمانی لابراتوار د تجهیزاتو د قرارداد د بیې تعدیل؛
• او د کورنیو چارو وزارت د اعاشوی او سون توکو ۶ قراردادونه؛
د مخکې جوړو ودانېزو توکو فابریکې د اومه موادو د قرارداد د ارزولو پر مهال د ښار او کور جوړولو وزارت له ۱۰۰۰ قطعو نه ۳۰۰۰ قطعو ته د مخکې جوړو ودانېزو توکو د نوې فابریکې تولیدی ظرفیت لوړولو خبر ورکړ او دغه راز یې څرګنده کړه چې دا موضوع د مرکز او ولایتونو په کچه د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره ښه زېری دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=62199

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *