د یوټیوب مخکښ چینلونه په میلیونونو ډالرو پلورل کېږی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104428


Fb-Button

د یوټیوب هغه چینلونه چې ډېر لیدونکی او څارونکی لری، نن سبا یې د پېر او پلور بیه میلیونونو ډالرو ته رسېدلې ده. همدا څه موده وړاندې، له سلو مخکښو یوټیوب چینلونونو څخه یو یې په څو میلیون ډالره وپلورل شو. دا په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو  د لوړې بیې معامله وه. هغه کسان چې د یوټیوب چینلونه یې زیات څارونکی لری، وایی، کېدای شی دغه څه ورځ تر بلې  د ارزښت وړ شی. دوی وایی، هغه چینلونه چې په رسمی ډول ثبت او راجسټر شوی نه وی او یا هم په کوم مشهور شرکت پورې اړوند نه وی، له اخیستو یې ډډه وکړئ. د (Enchufe.tv) په نوم د کمیډی یوټیوب چینل چې په دې ورځو کې یې د پلور خبره خورا ګرمه ده، لږ تر لږه ۱۹ میلیونه څارونکی لری. له پلورلو پرته اوس که تاسو د یوټیوب خپل راجسټر شوی چینل او ټاکلې اندازه څارونکی ولری، کولی شی له هغه څه چې تاسو یې پر یوټیوب خپروی، پیسې وګټئ. تاسو باید لومړی خپله ټاکلې اندازه د یوټیوب څارونکی پیدا کړی، د بانک اکونټ مو ور سره وتړی او له دې درکه پیسې وګټی. دا چې په افغانستان کې شرکتونه تر اوسه پورې خپل سوداګریز اعلانونه یوټیوب چینل ته نه ورکوی، نو د یوټیوب چلوونکی د بهر په پرتله پرې دومره پیسې نه شی ګټلی.

حمیدالله حمیدی