د یمنی بندیانو څخه د امارتیانو بده استفاده

  • خپرول: ۷ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 79913

۲ تیر دقیقه

د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ د بشری حقوقو سازمانونو ویلی دی چې چې د اماراتو ځواکونو په سلګونو نیول شویو یمنیانو باندې جنسې تیرې کړی دی او دغه بندیانو ته په رنګارنګ ډولونو سره تکلیف رسوی او د جنسی تیرې لاندې یې نیسی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،الجزیرې راپور ورکړی دی د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو عالې کمیسارۍ اعلان کړی دی چې د اماراتو افسرانو د عدن د ښار په یوه زندان کې له ۲۰۰ څخه په زیاتو یمنی بندیانو باندې جنسی تیری ترسره کړی دی.

د بشرې حقوقو د عالې کمیسارۍ په راپور کې راغلی دی چې د اماراتو هغه شمېر افسرانو چې په یمنی زندانیانو یې جنسی تیری کړی وو د زندانیانو ته د مختلفو شکنجو او جنسی ځورونی په ورکړې تورن شوی دی.

په دې راپور کې راوړل شوی دی چې په زندان کې د زندانیانو وضعیت خراب وو او ویل کیږی چې امارتی افسران د نورو بندیانو د سترګو پر وړاندې په بندیانو جنسی تیری کوی تر دې پورې چې د کورنیو د غړیو په مخ کې هم جنسی تیری ورسره کوی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم ددغه هېواد په زندانونو کې د امارتی افسرانو له لورې په یمنی بندیانو باندې چې په مخفی ډول ساتل کیږی د بد چلند خبر ورکړی وو او ددغې موضوع د څیړنی لپاره یې یو ټیم ټاکلی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=79913

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *