د ګلبدین حکمتیار ټاکنیز مرستیال په وسله وال برید کې ټپی شو

  • خپرول: ۱۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 102715

د حزب اسلامی افغانستان سرچینې تائیدوی چې د دغه ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د ټاکنیز ټکټ غړی حفیظ الرحمن نقی په یوه وسله وال برید کې ټپی شوی دی. د دغه ګوند یوه ویاند فضل غنی حقمل بی بی سی ته وویل؛ ښاغلی نقی چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلی حکمتیار دویم مرستیال دی، نن ماښام په کابل کې په نښه شوی دی.

ښاغلی حقمل وویل چې د اوس لپاره نشی کولی په دې تړاو نور جزییات ورکړی خو ویل کېږی د ښاغلی نقی ځینې ساتونکی هم په برید کې ټپیان شوی دی.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د پژواک خبری اژانس د اسلامی حزا د چارواکو له خولې لیکلی، پر ښاغلی نقی برید د کابل په دوغ اباد سیمه کې د سه شبنې ماښام شپږ بجې هغه مهال وشو چې نوموړی خپل کور ته روان و.

ویل کېږی چې په دې برید کې د هغه سکرتر هم ټپی شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102715

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *