د کوچیانو ژوند څرنګوالی

  • خپرول: ۲۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 116376

د بی بی سی د لیکنې له مخې، د کابل سوېل ختیځ کې د یوه غره شنې او نمجنې لمنې ته ورغلم چې څه باندې لس خړې کېږدۍ ولاړې دی.
په یوه کېږدۍ مې سترګې ولګېدې چې شا ته یې درې غواوې څرېدلې، د غواوو شاوخوا کې د چرګانو کړت کړت ډېره وه او د کېږدۍ مخې ته یو سپین سپی تړل شوی و.
کېږدۍ ته د سر په ورښکاره کولو یوې ځوانې ښځې راته غږ وکړ:
“راځه راځه ستړې مه شئ.”
دا خماره وه چې له خپلې خواښې او لېوره ښځې سره بنډار کاوه.
له خمارې سره ناستو ښځو په ما د کومې مرستندویه ادارې کارکوونکې ګمان وکړ په ډېر ورېن تندی راسره په خبرو لګیا شوه.
خو کله چې ما ورته وویل خبریاله یم، د خمارې د خواښې د تندی ګونځې سره ورغلې او ما ته یې وویل “لورې ډېر خبریالان راغلې او لاړې خو زموږ ژوند کې خاورې بدلون هم نه دی راغلی.”

مخې ته مې د تورې چاینکې ترڅنګ د شنو چایو له پیالې غوړپ وکړ او په ترخه خندا مې خماره وپوښته چې د کېږدۍ په ستن د ګولیو خلته د چا ده؟
۳۵ کلنۍ خمارې په خواره خوله وویل:
” دغه دوا زما ده، له ډېرو ترخو ګولیو پلاسټیکونه ډک کړی خو ولاکه یې فایده کړې وی، توله بیکاره ده”.
په زانګو کې د خمارې ۴ میاشتنی زوی له خوبه راویښ شو، ومې پوښته دا دې څووم ماشوم دی او زیږون یې چېرې شوی دی؟

دې په خندانه خوله وویل: “دا مې یوولسم ماشوم دی، ماشومان مې په کېږدۍ کې زېږولی خو اوس یې داسې کړې یمه لکه وسپنه چې راواخلې او ښه یې چیته چمبوله کړئ او کونج ته واچوئ، ښه ټوک ټوک یمه، دغه هر بند مې داسې ختلی ته به وایې چې زما نه دی، په لاره چې ځم د هډوکو مې کړپا خېژی”.
خمارې د خپلو ماشومانو په زیږون کې د شفاخانې مخ نه دی لیدلی، هڅه مې وکړه چې لامل یې پیدا کړم.
د ۱۱ ماشومانو دغې ۳۵ کلنې کوچۍ مور ویل:
“دغه مې خېمه ده، داسې مې خوار او زار عمر دی، راځو په پردی ډاګ او جایداد کې وخت تېروو، د هر شی اړتیا او مجبوری لرو، په ګرځنده ژوند کې ډاکټر او شفاخانه له کومه شی.”
د خمارې له کېږدۍ نه په وتو کتل مې چې په یو لاس زانګو زنګوی او په بل لاس نغرۍ سمبالوی.
په یو وخت د څو کارونو کول د کوچۍ ورځنۍ ژوند دی.
د غره په شنه او پراخه لمنه کې د کېږدیو کیسې سره ورته وې، په کم عمر کې واده شوې ښځې اوس له پنډو خېلخانو سره په سختو کارونو بوختې دی.

د نتکۍ په نوم یوه بله کوچۍ د دې خبرې ژوندی مثال دی.
۵۵ کلنه نتکۍ هم په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې وه.
د ۶ اولادونو او اتو لمسیانو نیا د ګرځنده ژوند له سختیو تنګه شوې او وایی، کوچیانی ژوند وی نو کوچیانې به هم له دې ستونزو سره لاس او ګرېوان وی.
نتکۍ ویل: “موږ له ټول زحمت او سختګۍ سره مخ یوو، اوبه، کویی، ځای، ډاکټر، شفاخانې او ښوونځی نشته.
دې خیمې ته څوک مکتب او شفاخانه ورکوئ؟ زموږ دا ټول ژوند په همدغو خېمو کې خراب دی.”
د نتکۍ ګاونډۍ هم له کوچیانۍ ژوند نه خوښه نه برېښېده.
ملتانې هم خپل سر په کوچیانۍ ژوند او خړو کېږدیو کې سپین کړی.

دې ویل: “پنځه ماشومان مې د داکټر او دوا په نشتوالی او د ژوند په سختیو کې رانه مړه شول، خو خدای بیا زما غېږه په لسو نورو ماشومان راډکه کړه، خو نور خپلو نږیندو ته دغه خوار ژوند نه غواړم، بس یو ځای کې سره مېشت شو همدې کې به مو خیر وی”.
د کوچیانو نفوس
د افغانستان د سرشمېرنې مرکزی ادارې د کوچیانو شمېر ۱ اعشاریه ۵ میلیونه ښودلی چې ۷ سوه زره یې ښځې دی.
د کوچیانو له سخت ژوند نه خلک تر ډېره نه دی خبر په کمره کې له دوی سره خبرې او د ژوند انځور ترلاسه کول یې هم ګران کار دی.
د کوچیانو د چارو د سمونې لوی ریاست هم د کوچیو مېرمنو دغه ستونزې منی او وایی، د کوچیانو د ژوند د ښه والی لپاره پام وړ کارونه نه دی شوی.
که څه هم کوچیانې ښځې ابتدایی ژوند لری خو نارینه یې د کوچیتوب ژوند دوام ته لېوال دی بیا هم د دغه ژوند د پرمخ وړلو دروند بار په ښځو دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116376

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *