د کوپرې حیرانوونکې ګټې

  • خپرول: ۳ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 7022

 

کوپره هغه مېوه ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ مینوال لری، خو په افغانستان کې تر اوسه دغه مېوه ډېره نه وی دود.

د دې مېوې له ځانګړنو خبر شئ

د کوپرې د منځ اوبه د بشر لپاره د طبیعت تر ټولو ښه ډالۍ ګڼل کېږی؛ دغه اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ویټامینونه، معدنی مواد، امینواسیدونه، کاربوهایدرېت، انتی اکسیدان، انزایمونه، مغذی مواد او نورې ګڼې ګټې لری. په ټوله کې ویلی شو چې د کوپرې اوبه د هغو موادو او منرالونو درلودونکې دی چې د بدن لپاره ګټورې دی.

د کوپرې اوبه د تندې د له منځه وړو لپاره ګټورې دی، نو د اوړی په ګرمو ورځو کې یې څښل درسره مرسته کولی شی. د اوړی په ګرمۍ کې انسان د خپل بدن یوه زیاته اندازه اوبه له لاسه ورکوی، نو که د کوپرې له اوبو ګټه واخلئ نو په اسانۍ سره کولی شی چې د خپل بدن اوبه پوره کړئ.

کوپره د وزن له کمولو سره هم مرسته کوی؛ ځکه په خوړلو سره یې انسان زر د مړښت احساس کوی، د وزن د کموالی لپاره کم خواړه خوړل تر ټولو اړین دی.

که د شکرې له ناروغۍ کړېږئ نو د له منځه وړو لپاره یې اصلی نسخه د کوپرې اوبه دی. د کوپرې اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه ویټامین بی کمپلېکس، امینو اسیدونه، انزایمونه او ویټامین سی لری.

د کوپرې شیدې د ډېرو ناروغیو لکه د ستونی درد، د معدې زخم او نورو لپاره تسکین بښونکې دی. څېړنو ثابته کړې هغه کسان چې د بډوډو ناروغی لری او یا هم د بډوډو شګې، نو د له منځه وړو لپاره یې د کوپرې شېدې ګټورې تمامېږی.

دغه راز د کوپرې اوبه چې د مدنی موادو په تېره بیا د پوتاشم او مګنیزیم شرچینه بلل کېږی، په بډوډو کې د ډبرې د جوړېدو مخه نیسی. له همدې کبله روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره چې بډوډی یې په دوامدار ډول شګې جوړوی، د کوپرې اوبه توصیه کوی.

د غوړو اسیدو نیمایی یې په ځنځیری ډول چې د مکروبونو او وېروسونو ضد دی، په کوپره کې موندل کېږی. که د کوپرې اوبه په دوامدار ډول وڅښل شی، د بدن دفاعی سیستم هم پیاوړی کوی.

روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره هم د کوپرې اوبه توصیه کوی چې د وینې لوړ فشار لری. د کوپرې په اوبو کې په زیاته کچه د ویټامین بی او پوتاشیم شتون ۷۰ سلنه د وینې فشار راټیټوی.

که غواړئ چې ښکلی او شفاف پوست ولرئ نو په ورځنی ډول د کوپرې اوبه وڅښئ.ژباړه: 

په ورځنی ډول د کوپرې کارول د وینې جریان چټکوی چې ګټه یې د ښه او شفاف پوست درلودل دی. د کوپرې د اوبو بله ګټه دا ده چې څښل یې ستړیا او خپګان له منځه وړی.

اوس امریکایی څېړونکو دا هم ثابته کړې چې د کوپرې شېدې د هغو ماشومان لپاره چې د مور له شیدو محروم دی، ښه او مغذی خواړه ګڼل کېږی.

 

حمیدالله حمیدی

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=7022

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *