د کونړ په اسمار کې د وسله والو سخت دریځو پر وړاندې عملیات دوام لری

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104450

د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د وسله والو سخت دریځو پر وړاندې عملیات دوام لری.

په دې ولایت کې د۲۰۱ سېلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپی د سې شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل چې عملیات له تېرو درېیو ورځو راهیسې روان دی.

د ده په وینا، په دغو عملیاتو کې تر اوسه ۲ وسله وال طالبان وژل شوی او ۵ ټپیان دی.

ښاغلی ساپی وایی، د یادو عملیاتو په نتیجه کې یې یو شمېر سیمې له وسله والو تصفیه کړی او تر اوسه افغان ځواکونو او ولسې وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104450

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *