د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ، د دغه وزارت له مرستیالانو، رییسانو او جنرالانو سره ګډه امنیتی غونډه ترسره شوه.

  • خپرول: ۶ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 90709


یاده ګډه امنیتی غونډه چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، په مشرۍ د دغه وزارت مرستیالانو، رییسانو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو امنیه قومندانانو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی د کورنیو چارو وزیر د هېواد وروستی امنیتی وضعیت د څېړنې په موخه د ملی پولیسو ستونزو ته په اشارې سره وویل، د ولایتونو ټول امنیتی مسوولین باید د پولیسو ستونزو ته رسیدګی وکړی او له دې وروسته ټول اړونده مسوولین مسوول دی، چې په امنیتی غوڼدو کې ورسپارل شوی مسوولیتونو د عملی کار کولو راپور راتلونکو غونډو ته وړاندې کړی.

د کورنیو چارو وزیر په یاد وزارت کې د فساد پر وړاندې په جدی مبارزې ټینګار وکړ ویې ویل،”د پولیسو په ټولو ادارو کې په ځانګړې توګه په ولایتونو کې دې د فساد پېژندنې او د مخ نیوی په موخه استخباراتی او کشفی ارګانونه په ګډه سره کار وکړی او ټول هغه کسان دې په نښه کړی کوم چې په فساد ککړ دی څو موږ یې له دندو ګوښه او پرځای یې وړ او مسلکی کدرونه ځای پرځای کړو.”

ښاغلی برمک د پېژنتون رییس ته سپارښتنه وکړه، چې تر راتلونکو دوه اونیو پورې دې د ټولو متقاعدینو لېست جوړ او ټول هغه منسوبین چې د تقاعد وخت یې پوره دی باید تقاعد شی او له سیستم څخه ووځی.

وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی د میدان وردګو، غزنی، زابل، ارزګان، خوست، لغمان، بدخشان، تخار، سمنګان، غور او فاریاب ولایت له امنیه قومندانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د دوی ستونزې او مشکلات یې واورېدل.

ښاغلی ابراهیمی د ولایتونو امنیه قومندانانو ته جدی سپارښتنه وکړه چې د هرډول فساد پروړاندې مبارزه، د پولیسو په لیکو کې د فساد کلک مخ نیوی، د پرسونل دقیقه ارزونه، د امنیتی پوستو ارزونه، د ټولو پخوانیو وسلو او تجهیزاتو اسناد برابرول، د ټول پرسونل بایومیټریکول، د پولیسو له لیکو د مشکوکو افرادو ګوښه کول، امنیتی ټولیو او کنډکونو ته د غیرې مسووله کسانو تګ راتګ مخ نیوی او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه له لارښوونې پرته د قومندانانو له لوری د پرسونل تعییناتو او بدلونونو په اړه لازمې او جدی سپارښتنې وشوې.

د غونډې په پای کې د ټولو ولایتونو امنیه قومندانانو د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه مننه وکړه، چې د ولایتونو ټولې اړینې ستونزې یې واوریدې، قومندانانو ژمنه وکړه چې د خپلو خلکو د خوندی امنیت په موخه به د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو سره د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې جنګیږی او هیچاته به اجازه ورنه کړی چې د هېواد امنیتی وضعیت خراب کړی.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=90709

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 3 = 1