د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین په دوبۍ کې د (۱۷۳) هېوادونو انټرپول پولیسو (۸۷) یمې غونډې په حاشیوی ناستو کې له یو شمېر وزیرانو، مرستیالانو او د انټرپول پولیسو له استازو سره وکتل.

  • خپرول: ۳۰ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 89685

دغه راز ښاغلی ابراهیمی له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان ملی پولیسو لاسته راوړنې او په دغه برخه کې د افغان ملی پولیسو د شوو پرمختګونو په اړه هم مالومات وړاندې کړل چې د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر، د ازبکستان د کورنیو چارو وزیر مرستیال، د فرانسې، چین او د کاناډا هېواد د پولیسو استازو هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان ملی پولیسو لاسته راوړنې او شوی پرمختګونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې به له افغان ملی پولیسو سره خپلې د پام وړ او لازمې مرستې ترسره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89685

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *