د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین د هېواد له یو شمېر پخوانیو والیانو او د ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو له قومی مشرانو سره وکتل.

  • خپرول: ۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 85460

په دغو کتنو کې لومړی د ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو څخه راغلو قومی مشرانو او سپین ږیرو په یادو ولایتونو کې د ورستیو امنیتی حالاتو په اړه د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ته مالومات ورکړل ویې ویل دا چې د دولت وسله والو مخالفینو او ویره خپرونکو همېشنۍ هڅه د ولایتونو او لرې پرتو سیمو نا امنه کول دی نو موږ هیله مند یو چې د ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د شته امنیتی ننګونو د مخ نیوی په موخه د ملی او سیمه اییزو پولیسو په لیکو کې زیاتوالی راشی ترڅو په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د تل لپاره یو ډاډمن امنیت خوندی شی.

وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین لوئ پاسوال اختر محمد ابراهیمی، له ټولو راغلو قومی مشرانو او سپین ږیرو څخه مننه وکړه چې خپلې امنیتی ستونزې یې له نېژدې څخه د کورنیو چارو وزارت سره شریکې کړې، ویې ویل:”دا چې د امنیت په ټینګښت کې د قومونو او ولسونو ونډه تر هرڅه لومړیتوب لری نو موږ به د خپلو کاری لومړیتوبونو له مخې د ولسونو په ګډې همکارۍ او همغږۍ سره د هېواد په ټولو ولایتونو په ځانګړې توګه د ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو د لا ښه او خوندی امنیت په موخه لا نور کوټلی ګامونه پورته کړو، څو د افغانستان د خلکو او خاورې قسم خوړلو دښمنانو ته لا نور غاښ ماتوونکی ځوابونه ورکړو.”

دغه راز د هېواد بېلابېلو ولایتونو پخوانیو والیانو هم د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین سره د هېواد امنیتی حالاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې د ولسونو په همکارۍ سره امنیتی ځواکونه کولای شی چې د دښمن په مقابل کې لا ښې او د پام وړ لاسته راوړنې ولری.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین د پخوانیو والیانو له نظرونو او وړاندیزونو مننه وکړه او د امنیتی ځواکونو بریالیتوبونه یې د ټولو ولسونو بریالیتوبونه وبلل زیاته یې کړه،”زموږ اتلو امنیتی ځواکونو او ولسونو تل له یو بل سره کلکه همکاری کړې او دا د همدغه ولسونو کلکه همکاری ده چې نن مو دښمن په هر میدان کې مات کړی او غاښ ماتوونکی ځوابونه مو ورکړی، موږ هڅه کوو چې د خپلو امنیتی پلانونو له مخې د ولسونو په همکارۍ سره د دښمن پروړاندې عملیاتونو ته پراختیا ورکړو او ټولې هغه ناامنه سیمې چې دښمن په کې فعالیتونه کوی امن کړو.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85460

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *