د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین د نورستان ولایت د مندول ولسوالۍ له یو شمېر، قومی مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

  • خپرول: ۲۹ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 89242


په دغه کتنه کې لومړی د نورستان ولایت مندول ولسوالۍ څخه راغلو قومی مشرانو، ځوانانو او د نورستان ولایت مندول ولسوالۍ څخه ولسی جرګې ته نوماندې سنا نورستانۍ خبرې وکړې دوئ د نورستان ولایت په مندول ولسوالۍ کې امنیتی حالت د پوره ډاډ وړ وبلل او د امنیتی ځواکونو سره یې په هره برخه کې خپله کلکه همکاری وښوده دوئ وویل، په ټاکنو کې د مندول او دواب ولسوالۍ خلکو ته څنګه چې په کار وه هغسې پاملرنه ونه شوه او خلک د رای ورکولو څخه بې برخې شوو، چې په ټاکنو کې دا د مندول ولسوالۍ اوسیدونکو ته یوه ستره ننګونه وه، موږ هیله مند یو چې له دې وروسته د مندول او دواب ولسوالیو ته په ټولو برخو کې پوره پاملرنه وشی.

وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی د نورستان ولایت مندول ولسوالۍ څخه راغلو قومی مشرانو او ځوانانو څخه مننه وکړه چې خپلې امنیتی ستونزې یې له نېژدې څخه د کورنیو چارو وزارت سره شریکې کړې.

ښاغلی ابراهیمی وویل:”دا چې د هېواد دښمنانو تل هڅه کوله چې د ټاکنو ملی پروسه مو له ناامنیو سره مخ کړی او په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون مخه ونیسی مګر ستاسې امنیتی او دفاعی ځواکونو د خپلو خلکو په کلکې همکارۍ سره دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او د هېواد ټولو درنو او باعزته ولسونو په خپل پراخ ګډون سره په ټاکنو کې برخه واخیستله چې دا د افغانستان ټولو ولسونو لپاره د ستر ویاړ ځای دی.”

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین د نورستان ولایت د مندول ولسوالۍ قومی مشرانو او ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې د دوئ ټولې امنیتی غوښتنې به منل کیږی خو دوئ دې په امنیتی برخو کې د خپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو په موخه یوه طرحه جوړه کړی او خپل ټول وړاندیزونه دې په کې ولیکی څو د کورنیو چارو وزارت رهبری پرې پریکړه وکړی او ټولې هغه اړینې امنیتی اړتیاوې یې پوره شی.

دغه راز ښاغلی ابراهیمی د نورستان ولایت مندول ولسوالۍ قومی مشرانو او ځوانانو سره ژمنه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت رهبری به د خپلو کاری لومړیتوبونو له مخې د ولسونو په ګډې همکارۍ او همغږۍ سره د نورستان ولایت په ټولو ولسوالیو کې د لا ښه او خوندی امنیت په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوی.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89242

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




70 − = 67