د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین د ملی پولیسو د سیمه ییزو زونونو له قوماندانانو سره ګډه امنیتی غوندې ترسره کړه

  • خپرول: ۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 85389

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمی د ملی پولیسو سیمه ییزو زونونو له کاری کړنو خوښی څرګنده کړه او د عامه نظم د لا ښه والی په اړه یې د ملی پولیسو سیمه ییزو زونونو قوماندانانو ته لازمې سپارښتنې وکړې ویې ویل:”لکه څرنګه چې ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په امنیت کې ټول امنیتی ځواکونه مسؤل بولی نو ټولو امنیتی بنسټونو مسؤلینو ژمن دی چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو خوندی امنیت ټینګولو په موخه له پوره جدیت څخه کار واخلی او یاده لړۍ په پوره بې طرفۍ سره پرمخ یوسی او د خپلو دندو د صلاحیتونو له مخې د هر راز تقلب او درغلیو مخه ونیسی څو د ټاکنو ملی پروسه په پوره بریالیتوب او ډاډمن امنیت سره ترسره شی.”

ښاغلی ابراهیمی زیاته کړه، د ټاکنو ملی پروسې د ترسره کېدلو لپاره چې کومې امنیتی ننګونې وې د هغه د لمنځه وړلو لپاره مو کوټلی ګامونه پورته کړی او زه ډاډه یم چې زموږ اتل امنیتی او دفاعی ځواکونه به د خپل ټول وس او توان له مخې د ټاکنو ملی پروسې امنیت په پوره بریالیتوب سره خوندی کړی.

وروسته د ملی پولیسو سیمه ییزو زونونو قوماندانانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ته ډاډ ورکړ چې د خپلو شته مسلکی تجربو او د هېوادوالو په همکارۍ سره به د ټولټاکنو د خوندی امنیت په اړه د خپلو منظمو پلان شوو امنیتی برنامو له مخې کار وکړی او د یادې ملی پروسې د بریالۍ ترسره کېدو لپاره به نه ستړې کېدونکی هلې ځلې وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85389

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *