د کورنیو چارو وزارت د کشف ریاست لپاره نوی ټاکل شوی رییس د یاد ریاست منسوبینو ته وروپېژندل شو

  • خپرول: ۳ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 85877

هغه غونډه چې په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمی په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت اداری معین، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین د دفتر رئیس، جنایی جرمونو پروړاندې د مبارزې لوی ریاست، استخباراتو، پېژنتون او د کشف ریاست منسوبینو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین په خپلو خبرو کې د کشف ریاست نوی ټاکل شوی رییس ته مبارکی وویله زیاته یې کړه،”دا چې په دندو کې ټاکنې او بدلونونه اړین او د وخت اړتیا ده نو د کورنیو چارو وزارت مشرتابه دا لازمه وبلله چې سمونوال محمد قیس څرګند د کورنیو چارو وزارت د کشف ریاست د رییس په توګه وټاکل شی څو هغه کاری لومړیتوبونه چې موږ یې په پام کې لرو ګام په ګام پلې شی، نو زه هیله مند یم چې د کشف ریاست مسوولین په خپلو کارونو کې د لا نورو پرمختګونو او بریالیتوبونو په موخه چټک او رغنده ګامونه پورته کړی.”

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین په خپلو خبرو کې د کشف ریاست د کورنیو چارو وزارت یو له مهمو ریاستونو څخه یاد کړ او د یاد ریاست له ټولو مسوولینو او منسوبینو څخه یې مننه وکړه چې خپلو دندو ته پوره ژمن دی او تر دا دمه یې په پوره ژمنتیا او ریښتینولۍ سره خپلې دندې ترسره کړی.

ښاغلی ابراهیمی د کشف ریاست له ټولو مسوولینو او منسوبینو څخه وغوښتل چې خپلې دندې دې لا نورې چټکې او د قانون په رڼا کې ترسره کړی څو د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانان په خپلو شومو موخو کې لا نابریالی او غاښ ماتوونکی ځوابونه وخوری.

وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین مرستیال لوی پاسوال محمد سالم احساس هم خبرې وکړې او د کشف ریاست نوی ټاکل شوی رییس ته یې مبارکی وویله زیاته یې کړه،”زه هیله مند یم چې د کشف ریاست مسوولین او منسوبین به د خپلو چارو د لا چټکتیا او پیاوړتیا په موخه له نوی ټاکل شوی رییس سره د یوې کلکې همغږۍ له مخې کار وکړی او د لا نورو لاسته راوړنو په برخه کې به مثبتې پایلې ولری.”

د کورنیو چارو وزارت د کشف ریاست نوی ټاکل شوی رییس سمونوال محمد قیس څرګند د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې دا لوی مسوولیت یې ده ته ورسپارلی، نوموړی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ته ډاډ ورکړ چې د ټول وس او توان له مخې به د قانون په رڼا کې خپلې دندې ته ادامه ورکوی او د هر ډول فساد پروړاندې به جدی مبارزه کوی.

په پای کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین مرستیال لوی پاسوال محمد سالم احساس، یو شمېر ریئسانو او د یاد ریاست اړونده مسؤلینو له لورې د کشف ریاست نوی ټاکل شوی رئیس تر خپل کاری دفتره بدرګه شو.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85877

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *