د کورنیو چارو وزارت د محرم ورځو په مناسبت د چمتوالی امر صادر وکړ

  • خپرول: ۱۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 82235

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د پولیسو ټول ځواکونه د شهید اونۍ او د محرم ورځو د رارسېدو په مناسبت د چمتوالی حالت ته راغلی دی.
د تسنیم په حواله د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په کابل کې خبریالانو ته وویل: د شهید په اونۍ او د محرم په ورځو کې په کابل او نورو ولایتونو کې به امنیتی تدبیرونه زیاتوالی ومومی.
دی زیاته کړه: د امنیت د ټینګښت په موخه ګډه طرحه د امنیتی او دفاعی بنسټونو ترمنځ چمتو شوې او ددغه هېواد په ټولو ولایتونو کې به پلی شی.
دانش څرګند کړ: د پولیسو ځواکونه، له پېښو سره د مبارزې ریاست، د لارښوونې او موټر چلونې پولیس او د هېواد وزارت د درملنې ریاست د چمتوالی په حالت کې دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ددغه هېواد له خلکو وغوښتل چې د هستوګنیزو سیمو د امنیت ټینګښت په برخه کې له پولیسو ځواکونو سره مرسته وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82235

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *