د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه د مسعود اندرابی ټاکل کېدل

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104347

ولسمشر او اجراییه رییس ته نږدې سرچینې طلوع نیوز ته وایی چې مسعود اندارابی د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه معرفی شوی دی.

ښاغلی انداربی له دې مخکې د ملی امنیت د سرپرست او مرستیال په توګه پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له امرالله صالح د دغه وزارت مخکینی سرپرست په دغه مقام کې له ۲۷ ورځو وروسته استعفا وکړه او د راتلوونکی کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر غنی د لومړی مرستیال په توګه راڅرګند شو.

ولسمشر غنی د روان کال د مرغومې په دویمې نېټه د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر ویس احمد برمک لیرې او د هغه پر ځای یې امرالله صالح د دغه وزارت د سرپرست په توګه معرفی کړ.

د ښاغلی صالح له استفعا وروسته، د کورنیو چارو وزارت چارې د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب سمبالولې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ولسمشر غنی د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جنرال جانان بارکزی، او د دغه وزارت لوړپوړی امنیتی مرستیال جنرال اختر ابراهیمی او د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې رییس جنرال نجیب امان له دندو لیرې کړل او پر ځای یې نوی کسان وګومارل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104347

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *