د کورنیو چارو وزارت جنایی جرمونو پروړاندې د مبارزې لوئ ریاست لپاره نوی ټاکل شوی رئیس د یاد ریاست منسوبینو ته وروپېژندل شو.

  • خپرول: ۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 87215


هغه غونډه چې په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمی په مشرۍ د یاد معینیت د دفتر رئیس، د جرمونو پروړاندې د مبارزې، کشف، پېژنتونو او د درنو جرمونو پروړاندې د مبارزې ریاست رئیسانو او د جنایی جرمونو ریاست یو شمېر منسوبینو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین په خپلو خبرو کې د جنایی جرمونو سره د مبارزې ریاست نوی ټاکل شوی رئیس ته مبارکی وویله زیاته یې کړه،”دا چې په دندو کې ټاکنې او بدلونونه اړین او د وخت اړتیا ده نو د کورنیو چارو وزارت مشرتابه دا لازمه وبلله چې مل پاسوال جمشید طوطاخېل د کورنیو چارو وزارت د جنایی جرمونو سره د مبارزې ریاست د رئیس په توګه وټاکل شی څو هغه کاری لومړیتوبونه او اصلاحی برنامې چې موږ یې په پام کې لرو ګام په ګام پلی شی.”

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین له ټولو کشفی او استخباراتی ادارو څخه وغوښتل چې د خپلې عکسری لوړې له مخې دې د ترهګرو او نشه یی توکو پروړاندې له خپلو ټولو امکاناتو نه په ګټې اخیستنې سره د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې مبارزه وکړی څو دا خاوره د ترهګرو او نشه یی توکو له شومې پدیدې څخه پاکه کړو.

ښاغلی ابراهیمی د جنایی جرمنو سره د مبارزې لوی ریاست مسؤلینو او منسوبینو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو چارو د لا چټکتیا او پیاوړتیا په موخه دې له نوی ټاکل شوی رئیس سره د یوې کلکې همغږۍ له مخې کار وکړی څو د لا نورو لاسته راوړنو په برخه کې مثبتې پایلې ولرو.”

وروسته د کورنیو چارو وزارت د جنایی جرمونو سره د مبارزې ریاست نوی ټاکل شوی رئیس مل پاسوال جمشید طوطاخېل د ولسمشر او وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان او د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې دا لوی مسؤلیت یې ده ته ورسپارلی، نوموړی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ته ډاډ ورکړ چې د ټول وس او توان له مخې به د قانون په رڼا کې خپلو دندو ته ادامه ورکوی او د هر ډول فساد پروړاندې به جدی مبارزه کوی.

په پای کې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو سره د مبارزې لوئ رئیس او د یاد ریاست اړونده مسؤلینو له لورې د جنایی جرمونو سره د مبارزې لوئ ریاست نوی ټاکل شوی رئیس تر خپل کاری دفتره بدرګه شو.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87215

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *