د کورنیو چارو وزارت او آسترالیا هېواد تر منځ د جمرونو د ورکړې هوکړه لیک لاسلیک شو.

  • خپرول: ۲ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 85683

د کورنیو چارو وزارت او آسترالیا هېواد تر منځ د جمرونو د ورکړې هوکړه لاسلیک شوه. د دې هوکړه لیک له مخې، آسترالیا د افغان امنیتی بنسټونو سره د ۵۰۰۰ جمرونو مرسته کوی.

دا هوکړه لیک د کورنیو چارو وزارت د انجنیرۍ د رییس سمونوال فضل الرحمان مایل او د آسترالیا هېواد د سفارت د سرپرست تر منځ لاسلیک شو.

په جوړه شوې غونډه کې د ملی دفاع وزارت او د ملی امنیت ریاست استازو هم ګډون درلود.

سمونوال فضل الرحمان مایل د کورنیو چارو وزارت په استازیتوب د آسترالیا هېواد له کیدونکې مرستې مننه څرګنده او زیاته یې کړه، چې امنیتی ځواکونه به د یادو مرستو څخه په ګټه اخیستنې سره لا پیاوړی شی.

د آسترالیا هېواد سفارت سرپرست هم ژمنه وکړه، چې هېواد به یې د افغانستان د امنیتی ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې لا زیاتې مرستې وکړی.

د یادولو وړ ده، چې له یادو جمرونو څځه به د ماینونو د خنثا کولو او د موبایل د آنتونونو د ورکولو په موخه ګټه واخیستل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85683

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *