د کورنیو محصولاتو د رانیولو په موخه د خلکو څخه د کرهنې وزارت سرپرست غوښتنه

  • خپرول: ۲۶ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 38225

د کرهنې او مالداۍ وزارت سرپرست نصیر احمد درانی د کابل د کرهنیز نندارتون د پرانستلو به مراسمو کې د خلکو څخه وغوښتل ترڅو د کورنیو محصولاتو څخه ګټه واخلی.
دی وویل چې زموژ ګران خلک د کروندګرو او تولید کونکو او د هېواد ملی اقتصاد پراختیا د ملاتړ په موخه باید د کورنیو باکیفیتو محصولاتو څخه ګټه واخلی.
د کرهنې او مالداری وزارت نولسم نړیوال کرهنیز نندارتون پرانست.
د یاد وزارت سرپرست نصیر احمد درانی ددغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې د داډول نندارتونونو ترسره کېدل د کروندګرو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کېدو لامل کېژی.
ښاغلی درانی زیاته کړه چې په دغه نندارتون کې د افغانستان ۳۴ ولایتونو څخه څه باندې ۲۰۰ کورنیو شرکتونو ګډون کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38225

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *