
د کندهار او ننګرهار والیان وټاکل شول
- خپرول: ۱۵ دلو ۱۳۹۷
- نوملړ: فرهنګ او ټولنه
- د خبر شميره: 103524
د سیمه ییزو ارګانو په وړاندیز او د ګډ حکومت د مشر اشرف غنی په ځانګړی فرمان د ننګرهار والی حیات الله حیات د کندهار او شاه محمود میاخیل د ننګرهار والی ټاکل شوی دی.
حیات الله حیات نږدې اته میاشتې وړاندې د ننګرهار والی ټاکل شوی و او اوس یو ځل بیا له دې ولایته لرې شوی او د کندهار د والی په توګه ټاکل شوی دی.
شاه محمود میاخیل، چې تر دې وړاندې یې یو شمېر رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ استازی و، چې اوس د ولسمشر له لوری د ننګرهار والی ټاکل شوی دی.
نظرات(۰ دیدگاه)