د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې ۱۵ سرتېری وژل شوی

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87823

په کندز کې ولایتی چارواکی وایی، وسله والو طالبانو تیره شپه ( د تلې ۱۸ مه)د قلعه ذال ولسوالۍ د سرحدی پولیسو پر یو کنډک په برید کې ۱۵ تنه افغان سرحدی سرتیری وژلی دی.
د کندز د ولایتی شورا غړی سید اسدالله سادات وایی، چې د سرحدی سرتیرو پر کنډک د طالبانو په برید کې ۱۵ تنه افغان سرحدی سرتیری وژل شوی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
نوموړی وایی، چې په کنډک کې موجوده ټوله وسله او تجهیزات وسله والو طالبانو له ځان سره وړی دی او کنډک د یو محلی پولیس په مرسته بیرته نیول شوی دی.
د کندز د والی ویاند عصمت الله مرادی پیښه تاییدوی خو د جزیاتو په اړه څه نه وایی.
د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحمانی هم مطبوعاتو ته د سرحدی سرتیرو د وژل کیدو په اړه له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد مطبوعاتو ته په یو ټلیفونی استول شوی پیغام کې ادعا کړې چې قلعه ذال په سیمه کې د پولیسو سرحدی کنډک کې میشت ۲۵ تنه سرتیری یې وژلی دی او ددوی ټول تجهیزات یې له ځان سره وړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87823

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *